تازه خبرونه

له درې میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان نړیوالې الوتنې بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۳۹۹)

افغانستان خپلې نړلوالې الوتنې له سره پیل کړې او یو شمېر نړیوالو هوایي شرکتونو ته یې اجازه ورکړې، چې نن چارشنبه د چنګاښ ۴ د کابل نړیوال ډګر ته الوتنې تر سره کړي.

د افغانستان د ملکي هوایي شرکت ادارې په ډاګه کړې، چې د روغتیایي او وقایوي سپارښتنو په پام کې نیولو او د کرونا ویرویس د خوریدو له وېرې درې میاشتنۍ ځنډول شوې الوتنې بیا پیل شوي.

د دوی په اعلامیه کې راغلي، چې نن به کابل ته د ترکش ایرلاین الوتنې بیا پیل او دغه راز د اماراتو هوایي شرکت الوتنې د روان کال د جون پر ۲۵ د کابل ـ دوبۍ تر منځ بیا پر لیکه شي.

دغه اعلامیه، چې تېره ورځ خپره شوې په ډاګه کوي: ټول هغه مسافر، چې د ترکیې، اماراتو، اروپا او امریکا ویزې لري؛ او غواړي دغو هېوادونو ته سفر وکړي؛ کولی شي، چې سبا( نن) خپل الوت پیل کړي.   

د ملکي هوایي شرکت ادرې څرګنده کړې، چې کورنيو هوایي شرکتونو لکه آریانا او کام ایر خپلې بهرنۍ الوتنې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېري هېوادونو د کرونا ویروس د خوریدو له وېرې خپلې الوتنې درولی دي.

په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د خوریدو وېره لږ شوې او یو شمېر هېوادونو ورو ورو خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version