روغتيا
له درې میلیون ډېر افغان ماشومان له خوارځواکۍ ژغورلو ته اړتیا لري
د خواړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی، چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
د خواړو نړیوال پروګرام ټوېټ کړی، چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې له ۳.۵ میلیون ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
دغه سازمان ویلي، یو میلیون ماشومان به د مرګ له خطر سره مخ وي. همدارنګه د شري او نس ناستي په څېر ناروغۍ د افغان ماشومانو لپاره بله لویه ننګونه ده.
د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۸ کې د سختې خوارځواکۍ کچه لوړه ده؛ خو د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ډېر ماشومان د ژوند ژغورونکیو مرستندویانو پر همکارۍ درملنې ته لاسرسی لري.
د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي د خواړو نړیوال پروګرام پر مرسته د خوراکي توکو د تولیدي ماشین له فعالولو خبر ورکوي او وايي، چې د دې ماشین له کارولو سره به د ماشومانو د معتدلو خواړو ډېرې ستونزې اوارې شي.
د عامي روعتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر ویلي؛ په تېرو درې کلونو کې نه یوازې حاده او نیمه حاده خوارځواکۍ ډېره شوې، بلکې په روان میلادي کال کې مونږ له ۳۳۰۰۰ معتدلو او له ۲۲۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو سره مرسته شوې ده.
یو شمېر ډاکټران هم د بېلابېلو خواړو نشتوالی د خوارځواکۍ د خپرېدو اصلي لامل بولي او وايي، یوازې خوارځواکي نه، بلکې د هرې ډلې خلک، چې د خواړو خوندیتوب نلري ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
اټکل کیږي، چې اوسمهال د افغانستان له ۹۰ سلنې ډېر وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، له نیمایي ډېر وګړي هم لوږه کړوي او په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.
روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.
روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.
روغتيا
د ګوزڼ واکسيناسيون فرعي کمپاين پيل شو
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ نن (دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) د ګوزڼ یا پولیو واکسین د پلي کېدا د فرعي کمپاین دوهیم پړاو پیل کړ.
د پولیو واکسین دغه څلور ورځنی کمپاین به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلی شي.
د دغه کمپاین موخه له پېنځه کلنو څخه کم عمره اووه اعشاریه شپږ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ویروس پر وړاندې واکسین پلی کیږي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي: مونږ د خپلو کاري شریکانو پر همکارۍ په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن یوو. مونږ شپه او ورځ کار کوو او په ټول هېواد کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره د پولیو واکسین کمپاینونو او روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوو.
هغه زیاته کړې: د ګوزڼ د له منځه وړلو په چارو کې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د سپینږیرو، د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو ملاتړ مهم دی. دا د دوی لپاره اړینه ده، چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او خپل ماشومان روغ وساتي.
ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نهکېږي او يوازې د واکسيناسيون په واسطه وقایه او مخه یې نيول کېدی شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ21 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ