تازه خبرونه

له راستنیدونکیو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۷ میلیون دالرو ته اړتیا ده – د خواړو نړیوال پروګرام

Published

on

د خواړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو څخه د خبرداري ترڅنګ ویلي، چې د بودجې له کمښت سره مخ دي او نهشي کولی له پاکستان څخه راستنېدونکیو کورنیو ته مرستې روانې وساتي.

په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام د څانګې مشرې هسیایو وي لي په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: د بودجې د نشتوالي له کبله دا پروګرام اړ شوی، چې اوس ۱۰ میلیون خلک له بېړنیو خوراکي مرستو وباسي او یوازې له هرو پېنځه کسانو یوه ته، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ورته اړتیا لري؛ خواړه برابر کړي.  

لي دا هم څرګنده کړې: وضعيت خراب دی؛ ځکه، چې سخت ژمي ته يوازې څو اوونۍ پاتې دي او دا هېواد اوس هم له ويجاړونکیو زلزلو، د اقتصاد له خرابېدو او د اقليمي بحران له کبله له خطرونو سره مخ دی.

د دغه پروګرام د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان څخه راستانه شوې ډېرې کورنۍ وږې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د خواړو نړیوال پروګرام اوس‌مهال راستنیدونکیو ته بسکتونه او نغدې پیسې ورکوي او په روانه میاشت کې یې له ۲۵۰ زره کسانو سره مرسته کړې ده.

لي ويلي: مونږ له پاکستان څخه افغانستان ته د يو ميليون راستنېدونکیو سره د ژمي په اوږدو د مرستې لپاره ۲۷.۵ ميليون دالرو ته بېړنۍ اړتيا لرو.

هغې زیاته کړې: دا کورنۍ په ډېر بد وخت کې راروانې او له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي. په داسې حال کې، چې د وګړیو درېیمه برخه یې خواړو ته په تمه دي.

Trending

Exit mobile version