سوداگري

له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د پېرلو لنډمهاله هوکړه لاسلیک شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولینو ويلي؛ له روسیې سره یې افغانستان ته د پترولو، ډیزلو، ګازو اوغنمو د پېرلو یوه لنډمهاله هوکړه لاسلیک کړی ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو اوغنمو د تامین په برخه کې یو لنډ مهاله قرارداد کړی دی.

د صعنت اوسوداګرۍ وزارت مسوولین زیاتوي؛ روسیې له اسلامي امارت سره ژمنه کړې،  چې د نړیوال بازار پر پرتله به د روسیې لخوا افغان لوري ته تخفیف هم په نظر کې ونیول شي.

د سوداګرۍ وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې: له روسیې سره د نوي تړون له مخې دوه میلیون ټنه غنم، یو میلیون ټنه پترول، یو میلیون ټنه ډیزل او پېنځه سوه زره ټنه مایع ګاز په کال کې افغانستان ته ورکوي.

دا چې دا پیسې  به یې په څه ډول روسیې ته ورکول کېږي، په اړه یې نورجزئیات نه‌ ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي،  چې دا تړون د دواړو حکومتونو ترمنځ  تر سره شوی او افغان لوری په دې هڅه کې دی، چې دا تړون په دوام داره توګه فعال وساتي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې؛ هڅه کوي، چې خپل سوداګریز شریکان  متنوع  کړي.

دوی څرګنده کړې؛ روسیې له اسلامي امارت سره ژمنه کړې، چې د نړۍ د توکو په اوسط  نرخ کې به دوی افغانستان ته تخفیف  ورکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبد السلام  جواد وایي: مونږ و د یو میلیون ټن پترولو، یو میلیون ټن ډیزلو، ۵۰۰ زره ټنو اوبلن ګاز او دوه میلیون ټنو غنمو تړون کړی، چې د دې توکو له راتلو سره به د هېواد په بازارونو کې پر بیو خورا مثبت اغېز ولري. 

د سوداګرۍ اوپانګونې خوني غړي هم  د افغانستان اسلامي امارت او د روسېې  ترمنځ  له شوي تړون هرکلی کوي او زیاتوي، چې له روسیې اومنځنۍ آسیا سره د هېواد  د اقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي هېواد د لومړنیو خوراکي او سون توکو  له  پلوه  له ستونزو خلاص کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ مونږ د دې قرار داد په تر سره کیدو خوښ یوو. هیله لرو، چې د افغانستان اسلامي امارت لخوا له روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ په برخوالي کې آسانتیاوي او پراختیا وې رامنځته شي.

 د اقتصادي  چارو پوهان هم پدې باور دي، چې واک ته له رسېدو وروسته دا د افغانستان اسلامي امارت لومړنی لوی نړیوال اقتصادي تړون دی، چې کولی شي په نړۍ کې د دوی د انزوا په کمولو کې مرسته وکړي.

دوی د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د روسیې او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې هڅې  نورې هم  پیاړوې کړي.

Trending

Exit mobile version