Connect with us

تازه خبرونه

له سند ایالته ۱۷۰۰ ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي – پاکستان

خپور شوی

د

د پاکستان د سند ایالت چارواکو څرګنده کړې، چې تر دې دمه له دغه ایالت څخه د ۱۷۰۰ افغان وګړیو په ګډون ۲۳۷۱ ناقانونه کډوال ایستل شوي دي.

دی نیشن ورځپاڼې د شنبې پر ورځ د سند ایالت د کورنیو چارو او زندانونو چارسمبالی وزیر حارث نواز په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ناقانونه مهاجرینو ایستل له توپیر پرته ترسره کیږي او یوازې افغانان په کې شامل نه‌دي.

حارث نواز ويلي، چې په ټول هېواد کې د ناقانونه مهاجرينو پر ضد کړنې روانې دي او دا پاليسي همغږې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سند ايالت په زندانونو کې د نا قانونه مهاجرينو ١٢١٨ دوسیې موجودې دي.

هغه وايي، ناقانونه کډوال تر ډېره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ژوند کوي.

حارث نواز په کراچۍ کې امن د ناقانونه کډوالو له شړلو سره تړلی وباله.

هغه ویلي، چې دوی هڅه کوي کراچۍ یو له جرمونو پاک ښار کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت بې اسنادو کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې دې له پاکستان څخه ووځي. که نه؛ نو دوی به وایستل شي.

تازه خبرونه

د افغانستان دفاع وزارت هوايي ځواک په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د «داعش» او« شر او فساد » ګډ مرکزونه ویشتي دي

د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.

Published

on

 

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد هوايي ځواک د سې‌شنبې پر ماښام(د غبرګولي نهمه) د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند مرکزونه او هغه مرکزونه، چې دې وزارت د « شر او فساد » مرکزونه بللي؛ په هوايي بریدونو کې پر نښه کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو بریدونو څخه یو یې د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ د سرانانو سیمه پر نښه کړې ده.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې له دې مرکزونو څخه پر افغانستان د بریدونو او ورانوونکو فعالیتونو پلانونه جوړېدل او هغه بریدونه همغږي کېدل، چې افغان ملکي وګړي یې پر نښه کول.

یاد وزارت زیاته کړې، د خیبرپښتونخوا ایالت د قمبرخېل او د چترال د شاه‌سلیم درې د ګرم‌چشمې په اړوند سیمو کې یې د «شر او فساد » مرکزونه هم د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په دغو بریدونو کې د «داعش»غړو، «د شر او فساد غړو» او د هغوی ملاتړو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دا عملیات د ملکي وګړو له مرګ‌ او ژوبلې پرته ترسره شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دفاعي ځواکونه به هر هغه ځای پر نښه کړي، چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ویاندویان دې له رسنیو سره همکاري پراخه کړي – مجاهد

ذبیخ‌الله مجاهد دا څرګندونې (د سې‌شنبې پر شپه د چنګاښ نهمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۰, ۱۴۰۵

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ټولو امارتي ادارو له ویاندویانو غوښتي، چې د معلوماتو د رسولو بهیر د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او له رسنیو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

ذبیخ‌الله مجاهد دا څرګندونې (د سې‌شنبې پر شپه د چنګاښ نهمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.

هغه د معلوماتو د شریکولو او رسنیزې خبرتیا په برخه کې د ویاندویانو له هڅو ستاینه کړې او د هغوی رول یې د خبر‌رسونې د بهیر په پیاوړتیا او انسجام کې اړین او اغېزمن بللی او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.

مجاهد له ویاندویانو غوښتي، چې د حکومت د پروګرامونو د بداینې په برخه کې د مطبوعاتو او د «پرمختګ» اوب‌سایټ له لارې هر اړخیزه او اغېزمنه همکاري وکړي.

هغه د رسنیو رول د معلوماتو په رسولو، د عامه پوهاوي لوړولو، د واقعیتونو انعکاس او د حکومت پر وړاندې د خلکو د باور پیاوړتیا کې بنسټیز او ارزښتناک بللی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رغنده رول لوبولی – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي؛ قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې رغنده رول لوبولی او خپلې هڅې یې پرله‌پسې روانې ساتلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مثبتې او مخ پر ودې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.

دغه راز د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو هم د نظر تبادله شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د قطر سفیر د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او څرګندوي، چې قطر د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو له پراختیا ملاتړ ته ژمن پاتې دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117