نړۍ
له سياسي خبرو پرته د افغانستان ستونزه بله د حل لارنلري- ډيميستورا
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى سټيفن ډيميستورا وايي، چې:
د سولې د عالي شورى د رييس له وژنې سره، سره اوس هم د سولې خبرو ته فرصت شته.
نوموړي په نيويارك كې څرگنده كړې، چې:
د سولې عالي شورى د رييس استاد برهان الدين رباني وژنه بايد د دې لامل نه شي، چې د سولې خبرې په ټپه ودرول شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي، چې:
د سولې عالي شورى به خپل كارته دوام وركوي.
ملگرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ( د تلې په ۷) د افغانستان د حالاتو د څېړنې په موخه ځانگړې غونډه وكړه.
په دغه غونډه كې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي سټفين ډيميسټورا وويل، چې:
پكار ده په افغانستان كې د وسله والو مخالفينو سره د روغې خبرې دوام پيدا كړي.
هغه زياته كړه، چې:
له سياسي خبرو پرته د افغانستان ستونزه بله د حل لاره نلري.
له دې سره جوخت نوموړي په افغانستان كې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه وښوده.
په ملگرو ملتونو كې د افغانستان د دايمې استازي مرستيال محمد ظاهر فقيري وايي:
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ويلي، چې د سولې عالي شورى به د تېرپه څېر خپل كار ته دوام وركوي، خو د استاد برهان الدين رباني له ترورافغانان رنځ وړي.
