ساینس او ​​ټیکنالوژي

له سپوږمۍ وروسته هند د لمر د څېړلو لپاره خپل یو توغندی وتوغاوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۱, ۱۴۰۲)

پر سپوږمۍ له بریالۍ ناستې وروسته د هند فضايي ادارې د شنبې پر ورځ ( د وږي ۱۱ / د سپتمبر ۲ ) په لومړني لمریز ماموریت کې د لمر د څېړنې لپاره خپل توغندی واستاوه.

د هند د فضايي څېړنو ټولنې په اوبپاڼه کې د توغولو بهیر پر ژوندۍ بڼه وښودل شو، چې توغندی د ساینس‌پوهانو د چکچکو په بدرګه د لوګي او اور لیکه تر شاه پریښوه.

دغه خپرونه نږدې ۵۰۰ زره نندارچیانو ولیده. په داسې حال کې، چې زرګونه خلک یې نږې لیدلو ته ورغلي وه او د داسې یو توغندي د پورته کیدو بهیر یې له نږدې ولید، چې هدف یې د لمریز باد څېړنه ده، چې کولی شي په ځمکه کې ګډوډي رامنځته کړي، چې په عادي حالتونو کې د شمالي شفق په توګه لیدل کیږي.

ادیتیا ال ۱ د لمر له هندي کلمې څخه اخیستل شوی او توغېدا یې له هغې وروسته رامنځته شوه، چې هند د لومړني هېواد په توګه د تېرې میاشتې په وروستیو کې د سپوږمۍ پر سویلي قطب راکښته شو. په داسې حال کې، چې روسیې ډېر پیاوړی توغندی درلود؛ د هند چندریان-3 په دې ډول ماموریت کې د روسیې لونا-25 ته ماتې ورکړه.

د ادیتیا ال ش فضایي بېړۍ داسې ډیزاین شوې، چې په فضا کې تمېدی شي د څلورو میاشتو پر مهال ۱.۵ میلیون کیلومتره سفر وکړي، د متوازنې جاذبې له کبله په خپل ځای کې پاتې کیږي، چې دا کار یې د تېلو لګښت راکموي.

دا موقعیتونه د لاګرانژ Lagrange د ټکو  پر نوم یادیږي، چې د ایتالوي – فرانسوي ریاضي‌پوه جوزف لوئس لاګرنژ پر نوم نومول شوي دي.

سماک ریچوودهري، چې د څارخونې د ځینو برخو په پراختیا کې ښکېل و ویلي، چې له ساینسي پلوه دا ماموریت د لوی ټکان رامنځته کولو وړتیا لري.

هغه زیاته کړه، چې له لمر څخه د انرژۍ را بهر شوي ذرات کولی شي هغه سپوږمکۍ ودروي، چې له ځمکې سره اړیکې څاري.

ساینس پوهان هیله من دي، چې په مدار کې د زرګونه سپوږمکیو په اړه د لمریزو وړانګو د اغېزو په اړه نور معلومات هم زده کړي، چې شمېر یې د د ستار لینک مخابراتي شبکې او د ایلان ماسک د SpaceX پر پانګونه د ډېرېدو په حال کې دي.

د هند د فضایي څېړنو ټولنې ساینس پوهان وايي؛ په اوږد مهال کې د دې ماموریت معلومات کولی شي د ځمکې د اقلیم پر بېلګو باندې، چې له لمر څخه شمسي سیستم ته تېریږي؛ د لمر د لمریزو بادونو د ذراتو د اغېزو پر بهیر له ښه پوهېدو سره مرسته وکړي.

د لومړي وزیر نریندرا مودي پر هڅونو هند د فضايې توغېدا خصوصي کړي او په دې لټه کې دي، چې دا سکتور بهرنۍ پانګونې ته پرانیزي؛ ځکه، چې دا هدف په راتلونکې لسیزه کې د هند نړیواله ونډه ډېروي.

لکه څنګه، چې فضا په نړیواله سوداګرۍ بدلیږي؛ هېواد هم په دې برخه کې د خپلو وړتیاوو د ښودلو لپاره د فضایي څېړنو ټولنې له بریاوو کار اخلي.

Trending

Exit mobile version