نړۍ

له سړې جګړې وروسته اټومي بټیو ته لیوالتیاوو وده کړې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۱)
رویټرز په ډاګه کړې، چې د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته اتومي بټیو ته لیوالتیا ډېره شوي، چې ورسره د اړوند وسلو د کارولو خطر هم نسبتا لوړ شوی دی.

د ستاکهولم د سولې څېړنیز نړیوال انسټیټیوټ په خپل دې راپور کې ویلي، چې پر اوکراین د روسیې یرغل او له کیفه د لوېدیځ ملاتړ د نړۍ د نهو اټومي وسلو لرونکیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ بشپړ ډېر کړی دی. امریکا، بریتانیا، چین، فرانسه او روسیه په نړیواله کچه پېژندل شوي اټومي ځواکونه دي. سربېره پر دغو هېوادونو شمالي کوریا، اسرائیل، هند او پاکستان هم اټومي وسلې لري، چې د نړیوالې ټولنې لخوا ناقانونه ګڼل کیږي.

لکه څنګه، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د اټومي وسلو شمېر یو څه کم شوی دی، خو د یاد څېړنیز انسټیټیوټ ویلي؛ که د اټومي ځواک لخوا سمدستي اقدام ونشي، نو په راتلونکیو لسیزو کې به د لومړي ځل لپاره د وسلو نړیوال زیرمه ډېر ژر لوړه او خبره د اتومي خولیو تر ډېرېدو ورسیږي.

پر اوکراین د مسکو له برید درې ورځې وروسته، چې کرملین یې ځانګړی پوځي عملیات بولي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هېواد ستراتیژیک اټومي ځواک ته خبرداری ورکړ. هغه د هغو هېوادونو د پایلو په اړه هم خبرداری ورکړ، چې د روسیې د عملیاتو خنډ کیږي.

د یادونې ده، چې روسیه د نړۍ د سترې اټومي بټۍ لرونکی هېواد دی او د اتومي خولیو شمېر یې ۵۹۷۷  رسیږي، چې له امریکا یې شمېر لږ تر لږه ۵۵۰ ډېر دی.

Trending

Exit mobile version