تازه خبرونه
له شخصي موټرو څخه د تکسي کاراخیستونکي دې خپل موټر ثبت کړي
Last Updated on: وږی ۱۳, ۱۴۰۲
د کورنیو چارو وزارت د ترافيک پوليسو لوی رياست له ښاريانو غوښتي، چې که له خپلو شخصي وسايطو څخه په ښاري او اطرافي لینونو کې د تکسي کار اخلي؛ نو خپل موټر ته دې د تکسي امر واخلي.
د ترافیکو لوی ریاست د یوې خبرتیا پر خپرولو څرګنده کړې؛ هغه موټر ته، چې مادل یې له ۱۹۹۵ز. کال څخه ټیټ وي د اطرافي تکسي امر، هغه موټر ته، چې مادل یې ۱۹۹۵ یا ترې لوړ وي د ښاري تکسي امر او هغو موټرو ته، چې مادل یې ۲۰۰۰ یا ترې لوړ وي د کابل ولایت د شنې سیمې د تکسي امر ورکول کیږي. د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست خبرداری ورکړی، چې که د دې بهیر له بشپړېدو وروسته په ښاري او اطرافي سیمو کې شخصي موټر د تکسي پر چلولو ولیدل شول؛ قانوني چلند به ور سره وشي.