سیمه ییز خبرونه

له شمالي پولو څخه د بې كېفېته تېلو له واردولو څخه مخنيوى شوى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نورم او ستندرد اداره وايې، لا هم له لوېديځو پولو څخه بې كېفېته تېل افغانستان ته واردېږي.

د دې ادارې مسئولينو له امنيتي بنسټونو او خلكو وغوښتل، چې د بي كېفېته تېلو له قاچاق څخه د مخنيوي لپاره ور سره همكاري وكړي.

د نورم او ستندرد ادارې رئيس پوپل زى پوپل وايې:

وروسته له دې، چې د نفتي توكو د ستندرد مسئله جبري شوه، له شمالي پولو څخه د بې كېفېته تېلو له واردولو څخه تر ډېره مخنيوى وشو.

خو پوپل زى پوپل زياتوي، په لوېديځو پولو كې لا هم دا ستونزه پر ځاى پاته ده.

د نورم او ستندرد ادارې رئيس همدارنگه وويل، تر اوسه پورې په افغانستان كې په ستندرد د توكو د برابرولو په لار كې ډېرې هڅې شوې دي، او د دې كار تطبيق ډېر وخت ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، له ټاكل شويو نورمونو سره د برابرو توكو توليد له شك پرته ښه بازار لري.

د نورم او ستندرد ادارې د چرم او نساجي د نورمونو د پېژندنې لپاره يو ورځنى وركشاپ جوړ كړ.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، تر اوسه يې په نهو بېلابېلو برخو كې نږدې ۱۸۳نورمونه جوړ كړي دي، او په څو نورو نورمونو باندې لا هم كار روان دى.

خو ويل كېږي د دې ادارې كار يواځې د نورمونو جوړول دي، په داسې حال كې، چې د هېواد په بازارونو كې بې كېفېته توكي ډېر پېدا كېږي.

Trending

Exit mobile version