تازه خبرونه

له عصري زده‌کړو پرته ځان‌بسیاینه ستونزمنه ده – عبدالسلام حنفي  

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۱

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي؛ له عصري زده‌کړو پرته ځان‌بسیاینه ستونزمنه ده او عصري زده‌کړو ته باید زیاته پاملرنه وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدلسلام حنفي د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري په علمي او دیني دوه ورځني سیمینار کې د ګډون پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او همدا راز پر ځان‌بسیا افغانستان لپاره خپلې هڅې ونه‌سپموي او له ټولو امکاناتو څخه پر ګټه اخیستو د یوه معیاري تحصیلي نصاب د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.

عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې په افغانستان کې تېرو تحمیلي جنګونو د تحصیلي نظام بنسټونه هم زیانمن کړي دي او اسلامي امارت د خپلو ټولو امکاناتو پر کارولو د تعلیمي او تحصیلي نصاب د بیا کتنې او معیاري کولو لپاره هڅه کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د مرکز پوهنتونونو او استادانو ته د دیني او علمي سیمینار تر سرلیک لاندې، چې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا رابلل شوی و؛ ویلي، چې افغانستان به د عصري علومو له زده‌کړو پرته پر ځان‌ بسیا نه‌شي او عصري علومو ته باید پاملرنه ډېره شي.     

نوموړي ویلي؛ په هېواد کې د معیاري روغتونونو د نشتوالي له کبله خلک اړ دي، چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دغه سیمینار ته په ډاګه کړه: د افغانستان خلک باید دا تمه و نلري، چې ګاونډ او د نړۍ نور هېوادونه دې افغانستان آباد کړي، بلکې خپله دوی او حکومت دې راوړاندې شي، چې هېواد د پراختیا خواته ګامونه پورته کړي.

هغه وایي: که مونږ دا تمه ولرو، چې ګاونډیان، د سیمې او نړۍ هېوادونه به راشي او افغانستان به آباد کړي؛ دا یو خوب او خیال دی.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم ويلي، چې دوی د هېواد د ځوانانو لوړو زده‌کړو او تعلیم ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې ژمن دي.

د لوړو زده‌ کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د دغه سمینار د جوړېدو موخه د پوهنتونو له استادانو سره مذاکره او بحث بولي او زیاتوي، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د ځوانانو زده‌کړو ته ژمن دی.

ټاکل شوې، چې دغه سیمینار د یوې بلې ورځې لپاره هم د اسلامي امارت د چارواکو او د نږدې اته سوه پوهنتونو د استادانو په ګډون روان وي. دا لومړنی لوی علمي سیمینار دی، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د لوړو زده‌کړو د وزارت له لوري جوړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version