تازه خبرونه
له قاچاق وړونکیو څخه د ۲۷ میلیون دالرو پر ارزښت لرغوني توکي ونیول شول
د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د څه باندې ۲۷ میلیون دالرو پر ارزښت په بامیان ولایت کې یو شمېر لرغوني توکي کشف او ضبط شول، چې پر تړاو یې د مزارشریف درې اوسیدونکي هم نیول شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په نیول شویو توکو کې دوه پژې( مجسمې) دوه مومیایي شوي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، پېنځه صندوقه، دوه تورې او یو کتاب، چې د سرو زرو ۱۷ پاڼې لري شته دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ دغه لرغوني توکي د ملي اردو د ٢٠٩ الفتح قول اردو قومندانۍ د کشفي راپورونو پر بنسټ د باميان، کابل او مزارشريف ولايتونو د کشفي موظفينو پر همغږۍ ترلاسه شوي دي.
نیول شوي توکي د هېواد ملي موزیم ته سپارل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دغو تاریخي توکو د پلور او خرڅلاو په تړاو څو نور کسان هم نیول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.