تازه خبرونه

له لس کلن ځنډ وروسته امریکایي ځواکونو بي-۵۲ الوتکې کارولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

له شاوخوا لس کلونو وروسته امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې بي- ۵۲بم غورځوونکې الوتکې د وسلوالو د ځپلو له پاره وکارولې.

د امریکا هوایي ځواکونه وایي، له دې الوتکو څخه په دوه تازه هوایي بریدونو کې کار اخیستل شوی دی.

په افغانستان کې دغه بم غورځوونکې الوتکې له ۲۰۰۱کال څخه د طالبانو د واکمنۍ په راپرځولو کې ډېرې ګټورې ثابتې شوې. که څه هم د امریکا دفاع وزارت د دغو الوتکو د بمبارد د وخت او ځای په اړهه څه نه دي ویلي؛ خو ټینګار کوي، چې دا الوتکې به د افغان دولت د وسلوالو خلاف په مبارزه کې ډېرې ګټورې وي.

پنتاګون په وروستیو کې ویلي، چې د بي- ۵۲الوتکې د دوه یم ځل له پاره په عراق او افغانستان کې د وسلوالو د ځپلو له پاره هوا ته پورته شوې دي.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم د بي- ۵۲ الوتکو د کارولو راپورنه نه رد او نه تائیدوي؛ خو وایي، چې د وسلوالو په ځپلو کې به یې کارونه ګټوره وي.

د ملي دفاع وزارت ویانددولت وزیری وایي؛ د متحده ایالاتو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه له مونږ هوایي ملاتړ کوي. دا، چې له کومو الوتکو کار اخلي د دوی خپل کار دی.              

پوځي کارپوه زلمی وردګ په دې باور دي، چې دغه الوتکې باید هغه ځایونه په نښه کړي، چې وسلوال په کې خوندي پناه ځایونه لري. په دې کار به د افغانستان خلک وپوهیږي، چې بهرني ځواکونه د دوی له حقوقو ملاتړ کوي.

بې ۵۲پیاوړې بم غورځوونکې الوتکې دي، چې له ډېرې لوړې ارتفاغ څخه کولی شي موخه سمه ووهي او د ډېرو تېلو په اخیستو کولی شي د زیات وخت له پاره هوا کې پاتې شي.

د ملي دفاع وزارت که څه هم د دغو الوتکو د کارولو مساله نه رد او نه تاییدوي خو وایي، د وسلوالو مخالفینو د سنګرونو د له منځه وړلو لپاره دا کار ګټور دی.

Trending

Exit mobile version