تازه خبرونه

له ماسک سره د آیفون چټکه پرانسته شونې شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۳۹۹)
 
په نړۍ کې له کرونا ویروسه د رامنځته شوي بشپړ بحران له کبله اپل شرکت خپلو پیرودونکیو ته له ماسک سره د آی فونونو د چټکې پرانستې لار چمتو کړې ده.

د اپل ډېري کاروونکيو ته د کرونا له خوریدو سره سم پر څېره پېژندنه د ګرځند خلاصولو ستونزې راپورته کړې؛ خو اپل شرګت د چهارشنبې پر ورځ د iOS وروستي تازه معلومات خپاره کړل، چې ورسره یاده ستونزه له منځه ولاړه.

د CNN د څرګندونو له مخې؛ د iOS تازه معلوماتو د ګرځند کاروونکیو ته اجازه ورکړې، چې پرته له ماسک لیرې کولو د ګرځند پاسورډ وپېژني او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.

اپل شرکت د ګوګل په همکارۍ داسې یوې ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی، چې د ګرځند کاروونکي پرې پر کرونا ویروس له اخته کسانو سره له اړیکې خبروي.

دا ټکنالوژي به له دواړه شرکتونو سره په اوږدمهاله توګه مرسته وکړي، چې روغتیایي صنعت ته وردننه شي.

اپل د چهارشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د دغې ټکنالوژۍ لپاره د امریکا په ګډون ۲۲ نورو هېوادونو غوښتنې کړي او په راروانو اوونیو کې به یې کچه له دې هم لوړه شي.

Trending

Exit mobile version