تازه خبرونه

له ماشومانو سره د تاوتریخوالي په اړه د م.م راپور د اسلامي امارت او ولس پر ضد پروپاګند دی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د هغه راپور په غبرګون کې، چې د ماشومانو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي ۴ زره ۵۱۹ پېښې ثبت کړي ویلي؛ دا راپور ناسم او د نظام او ولس پر ضد تبلیغات دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ملي راډیو او ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې له بهر څخه خپاره شوي راپورونه ناسم دي؛ ځکه په ​​وينا یې غواړي د دغو راپورونو پر خپرولو د افغانستان د نظام او خلکو پر ضد تبليغات وکړي او دوه‌يم دا، چې د دوی موخه له ماشومانو سره همکاري او خواخوږي هم نه‌ده.

ذبیح‌الله مجاهد څرګنده کړې: که په رښتیا هم د ماشومانو خبره وای: د غرب او هغو هېوادونو د ناسمو سیاستونو په پایله کې، چې دغه بنسټونه یې تمویلوي؛ په فلسطین کې زرګونه ماشومان وژل کیږي، معیوبیږي، بې کوره کیږي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي ان دا بنسټونه ترې یادونه هم نه‌کوي او پر ځای یې د ماشومانو له دښمنانو ملاتړ کوي؛ ځکه، نو مونږ باید د دوی شعار په پام کې ونه‌نیسو.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د پخوا پر پرتله ښه شوی او وایي؛ د پخواني حکومت په ۲۰ کلن پېر کې ماشومان له زيانونو سره مخ ول، وژل کېدل، يتيمان شول، کورنۍ يې له لاسه ورکړې، په وېره کې یې ژوند کاوه او د ماينونو او چاودنو قرباني کېدل؛ خو اوس دا اندېښنه له منځه تللې او ماشومان خوندي دي.

نوموړي که څه هم منلې، چې په هېواد کې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ټولو ماشومانو ته اړین خدمات رامنځته شوي نه‌دي؛ خو وایي، په دې برخه کې هڅې روانې دي.

مجاهد ویلي: هغو ماشومانو، چې سوال کاوه؛ وژغورل شول. هغو ماشومانو، چې په امنيتي ليکو کې يې کار کاوه؛ اوس یې مخه ونیول شوه او مونږ هڅه کوو هغو ماشومانو ته، چې سخت کارونه کوي؛ تعليمي مرکزونو ته یې د ورتګ زمینه برابره کړو او د سختو کارونو مخه ونيسو.

مجاهد په دې راپور کې پر ماشومانو د جنسي تېري ادعا هم رد کړې او څرګندوي: د اسلامي امارت په نظام کې پر ماشومانو جنسي تېری د تصور وړ نه‌دی او دا د اسلامي امارت پر ضد له تبلیغاتو پرته بل څه نه‌دي.

Trending

Exit mobile version