Connect with us

تازه خبرونه

له متقي څخه د هند تود هرکلي پر پاکستان اور بل کړ – خلیلزاد

خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “په هند کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له تود هرکلي سره مخ شو؛ د دیوبند اسلامي مدرسې د ښوونکو، مدیرانو او زده‌کوونکو هرکلی ترې ډېر اغېزمن و. دا حیرانتیا خبره نده، چې دې موضوع پاکستاني چارواکي او د هغو ملاتړي پوره خفه کړي دي”.

خپور شوی

د

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څخه د هند تود هرکلي پر پاکستان او داعش اور بل کړی دی.

خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “په هند کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له تود هرکلي سره مخ شو؛ د دیوبند اسلامي مدرسې د ښوونکو، مدیرانو او زده‌کوونکو هرکلی ترې ډېر اغېزمن و. دا حیرانتیا خبره نده، چې دې موضوع پاکستاني چارواکي او د هغو ملاتړي پوره خفه کړي دي”.

خلیلزاد زیاته کړې؛ دې هرکلي د داعش- خراسانۍ څانګه هم غصه کړې ده.

خلیلزاد وايي، چې دې ډلې یو ۱۲ قیقه‌یي غږیز پیغام خپور کړی او خپله غصه داسې ښیي: اسلامي امارت ښکاره د رښتینو مسلمانانو پر وړاندې له هندوانو او عیسویانو سره پر لاسونو روغبړ کوي.

همدارنګه ویل شوي، چې دا د هند لږ تر لږه ۲۰۰ میلیون مسلمانانو ته ښکاره سپکاوی دی.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت او پاکستان باید د وروستیو متقابلو بریدونو د دوام او د تاوتریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.

خلیلزاد زیاته کړې: “له داعش- خراسان سره ملګرتیا به د پاکستان لپاره هوښیارانه اقدام نه‌وي.”

هغه د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه په ​​دې وروستیو کې لیکلي وه، چې امریکا کولی شي او باید هم مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امیر خان متقي د اوکټوبر له نهمې څخه تر پېنځلسمې پورې په هند کې و او نن هېواد ته راستون شو.

تازه خبرونه

په مسکو کې د افغانستان سفیر له ضمیر کابلوف سره وکتل

په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .

Published

on

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.

په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .

دواړو خواوو د سوداګرۍ پراختیا، د افغانانو لپاره د ویزې آسانتیا او دوه اړخیزې همکارۍ پورې اړوند مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ مثبتو اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا او چمتووالی څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

له تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول

د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشه‌یي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.

Published

on

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې د نشه‌یي توکو ۳ قاچاق وړونکي د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشه‌یي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.

د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې؛ د خواهان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د راپور له مخې؛ د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د دغو کسانو جسدونه د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.

تر اوسه له دغو کسانو سره د شته نشه‌یي توکو د بنې او کچې په اړه کره معلومات نشته؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان له‌خوا اداره کېده.

Published

on

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې نن (دوشنبه د مرغومي نهه‌ویشتمه) د شهر نو د ګل فروشي د اړوند سیمې په «چاینیز نودل» نومي چینایي او افغان ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان له‌خوا اداره کېده.

عبدالمجید د چین د سینکیانګ ولایت اوسېدونکي پېژندل شوی. رسټورانټ د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه چمتو او وړاندې کول.

د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د چاودنې په پایله کې ایوب نومی یو مسلمان چینایي او شپږ افغانان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.

 هغه زیاته کړې، د چاودنې ځای د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې و.

ځدراڼ ټینګار کړی، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه مشخصه شوې نده او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې روانې ساتلي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!