تازه خبرونه

له ملت سره کړې ژمنې هیرې شوې نه دي- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

هغه د دارالامان د تاریخي ودانۍ د بیا رغونې د لومړي پړاو د پای په مراسمو کې وویل، چې د تاریخي آثارو بیا رغونې ته جدې پام کوي او همدا تاریخي او لرغوني آثار دي، چې نوی نسل له پخوانیو نسلونو سره نښلوي.

د  ولسمشر په رهبرۍ د ښاري  پراختیا عالي شورا خپله غونډه په همدې ماڼۍ کې تر سره کړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړې، چې له ملت سره کړې ژمنې یې نه دي هیرې کړي او په ښاري ژوند کې به د پام وړ مثبت بدلون راولي.

دا تاریخي شاهي ماڼۍ، چې ظاهري برم یې ټپي ټپي دي د  تېرو جګړو تریخ تاریخ یې د هرې خونې او هر دهلیز پر دیوالونو له ځان سره خوندي کړی دی. په اویایمه لسیزه کې د دغې ودانۍ هره برخه  د جګړې پاخه سنګرونه جوړ شوي وه، چې اوس یې د بیا رغونې لپاره مټي بډوهل شوي دي.

د دغې ماڼۍ د بیا رغونې لپاره د پیل شویو هڅو لومړی پړاو پای ته رسیدلی او بیا رغونې ته چمتو شوې ده.

ولسمشر غني وایي، نن د افغانستان روان تاریخ  بیا خوندي کیږي؛ ډېر ژر به دغه ماڼۍ د بهرنیو میلمنوپر مرکز او موزیم بدل شي.

ولسمشر وايي، چې له خلکو سره یې کړې ژمنې نه دي هیرې کړي او په ځانګړې توګه د لرغونو آثارو بیا رغونې او ساتنې ته به جدي پام وکړي.

دولت د کار په دوه یم پړاو کې په عملي توګه د دغې ماڼۍ بیا رغونه پیلوي.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وایي، یو بهرني بنسټ د دې ماڼۍ د جوړولو لګښت یو میلیون ټاکلی و؛ خو نن دا کار په ۳۰ زره دالرو تر سره شو.

د اماني ماڼۍ د بیا رغونې او تاریخي برم د را ژوندي کولو لپاره یو سل و پېنځه شپېته میلیون دالر په پام کې نیول شوي دي. د افغانستان په تېرو او روانو جګړو کې د هېواد زیاترو لرغونو آثارو ته جدي زیان اوښتی او ډېر یې بیا رغونې او جدي ساتنې ته اړتیا لري. 

Trending

Exit mobile version