تازه خبرونه

له مهاجرینو سره ناسم چلند له نړیوالو معیارونو سرغړونه ده – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۲)

اسلامي امارت له افغان مهاجرینو سره په چلند کې د ایران او پاکستان سیاستونه ظالمانه او له نړیوالو معیارونو او نورمونو ښکاره برغړونه بولي.

ذبیح الله مجاهد وايي، په ایران او پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره سخت چلند د اسلامي ارشاداتو خلاف دی او دغه هېوادونه باید له مهاجرینو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار وانخلي.

له همدې کبله له دواړو هېوادونو غواړي، چې د کډوالو ځورول بند کړي او له کډوالو سره انساني چلند وکړي.

د مې پر نهمه د عمران خان د پلویانو له پراخو مظاهرو وروسته د پاکستان حکومت ادعا وکړه، چې په سلګونه افغان کډوالو هم په دغو مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

له هغه وروسته پاکستانيو پولیسو د افغان کډوال ونیول او بندیان یې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس په دې اړه وایي: مونږ د می د نهمې په لاریونونو کې د ملکي خلکو د نیولو له راپورونو خبر یوو. مونږ له پاکستانيو چارواکو غوښتنه کوو، چې د دیموکراتیکو اصولو او د ټولو لپاره د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي. مونږ په منظمه توګه د بشري حقونو، دیموکراسۍ، خوندیتوب او د قانون حاکمیت ته درناوي په اړه له پاکستانيو چارواکو سره په لوړه کچه خبرې کوو. دا د متحده ایالاتو لپاره لومړیتوب دی.

پاکستانيو ورځپاڼو څرګنده کړې، چې د شهباز شریف حکومت به ښايي پر مهاجرینو په ځانګړي توګه پر هغو کسانو فشارونه زیات کړي، چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي.

په ایران کې، چې د افغانستان لویدیځ ګاونډ هېواد دی، افغان کډوال په ښه حالت کې نه‌دي.

ایرانيو چارواکو په ځینو ولایتونو کې پر افغان کډوالو د کار بندیز هم لګولی دی.

د دې محدودیتونو پر بنسټ، افغان کډوال نشي کولی سوداګري ولري او ایراني اتباعو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې افغان مهاجرینو ته د کار زمینه برابره کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایران او پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره ناوړه چلند د اسلامي ارشاداتو خلاف عمل بولي او له دغو هېوادونو غواړي، چې مهاجرین د سیاسي وسیلې په توګه و نه‌کاروي

کارپوهان په ایران کې د محدودیتونو او سرغړونو یوه برخه د هلمند د سیند د اوبو د وېش پر سر اختلاف بولي، چې ایران او اسلامي امارت یې په اړه اختلاف لري.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان کړی چې په نړۍ کې ۱۱۰ میلیون کسان له خپلو کورونو پر زور بې ځایه شوي دي.

دې ادارې ویلي، چې په اوکراین کې جګړه، په افغانستان کې کړکېچ او د سودان جګړه په نړۍ کې د مهاجرینو د زیاتوالي لامل شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې شاوخوا نیمايي کډوال د سوریې، اوکراین او افغانستان دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د نوي راپور په یوه برخه کې راغلي: په ۲۰۲۲ کې ۱.۳ میلیون افغانان بې ځایه شوي او په  ۱۰۴ هېوادونو کې د افغان کډوالو کوربتوب شوی دی. دا هم ویل شوي، چې له ۱۰ افغان کډوالو څخه ۹ یې ګاونډ هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته کډه شوي دي. شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ افغانانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده او په ۲۰۲۲ کې دوی د اتریش، آلمان، ترکیې او امریکا په ګډون په ۸۷ هېوادونو کې ۲۸۰۵۰۰ افغانانو د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي.

دغه راز زیاته شوې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته شپږ سوه زره افغان کډوال پاکستان ته تلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ويلي، له ۲۰۰۶ کال راپدیخوا په دغه هېواد کې له ۳.۵ میلیون ډېر افغان کډوال ثبت شوي دي، چې له ۱.۳ میلیون زیات افغانستان ته ستانه شوي او پاتې نورو یې د هویت کارتونه نوي کړي؛ خو د څه باندې ۷۰۰ زره کډوالو د برخلیک په اړه لا څه  ویل شوي نه‌دي.

Trending

Exit mobile version