تازه خبرونه

له می میاشتې وروسته هم د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل شوني دي – امریکایي سناتور

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۰, ۱۳۹۹)

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام تېره شپه سي بي ایس نیوز ته څرګنده کړې، چې امریکایي ځواکونه به تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې وي، چې د وتلو شرایط یې برابر شي.

نوموړي یادې سرچینې ته ویلي؛ زه له هغه څه خوښ یم، چې د امریکا ولسمشر بایډن یې د افغانستان په اړه ویل غواړي. مونږ غواړو خپل ځواکونه د وضعیت له مخې هلته وساتو.

ګراهام زیاته کړې: زه فکر نه کوم، چې مونږ به افغانستان د می په میاشت کې پریږدو. مونږ به یې په مناسب وخت کې پریږدو.

هغه وایي؛ طالبانو غولول کوي! او له همدې کبله زه هغه څه خوښوم، چې د بهرنیو چارو وزیر انټووني  بلیکن او د بایډن اداره به یې په پام کې ونیسي.

ګراهام ویلي: “دوی په افغانستان کې زمونږ د شتون ارزونه کوي؛ مونږ څاري او وتلو ته شرایط نه برابروي او غواړي ټولې هغه لاسته راوړنې له لاسه ورکړو، چې تر لاسته کړي مو دي.

نوموړی وایي: که مونږ له شرایطو پرته په وتلو کې بیړه وکړو؛ داعش او القاعده به بېرته راستانه شي او ښځې به ډېرې وکړیږي. زما په اند ځواکونه ښه به داوي، چې ځواکونه مو په افغانستان کې پاتې شي.

دا او دې ته ورته اندونه له هغې وروسته راپورته کیږي، چې د امریکا او طالب مشرانو  پدې اړه  بحثونو پیل کړل. یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شويؤ چې د بایډن نوې اداره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ پر ۲۹ پر لاسلیک شوي تړون  بیاکتنه وکړي، چې آیا د می په میاشت کې ټول سرتېري وباسي او کنه.

د تېرې جمعې پر ورځ  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بیا غوره شوي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې هغه د افغانستان د سولې  د تګلارې د دوامداره بیاکتنې له شرایطو بلینکن ته بشپړ معلومات ورکړل.

خلیلزاد په دې اړه ویلي: مونږ د شرایطو پر بنسټ پر ستراتیژۍ تمرکز وکړ، چې په افغانستان کې سوله راولي، د خپلو خلکو لپاره باثباته راتلونکې خوندي کوي او د هر هغه چا مخه نیسي، چې امریکا او متحدین مو ګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي د دوحې له هوکړې سرغړونه به غوره پایلې ونه لري.

Trending

Exit mobile version