سیمه ییز خبرونه
له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليس تخصصي زده كړو ته اړتيا لري- احمدي
له نشه يي توكو سره د مبارزې چارواكى وايي، چې د ناامنيو، د قانون د نه واكمنۍ او د نشه يي توكو له كاروباريانو سره د ځينو حكومتي كړيو د همكارۍ پرلامل د تېر په پرتله په روان كال كې د نشه يي توكو په كښت كې اووه سلنه زياتوالى راغلى دى.
ملگري ملتونه وايي، چې په افغانستان كې وسله وال مخالفين له نشه يي توكو څخه زياتې پيسې ترلاسه كوي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال عبدلعزيز كريمي وايي:
په افغا نستان كې د نشه يي توكو د كروندو په اړه د ملگرو ملتونو او افغان دولت د گډې سروې پايلې ښيي، چې د تېركال په پرتله په روان كال كې د نشه يي توكو كښت اووه سلنه ډېرشوى دى.
د كورنيو چارو وزارت له نشه يي توكو سره د مبارزي مرستيال بازمحمد احمدي وايي، چې:
له نشه يي توكو سره د مبارزې د پوليس شمېر كم دى او په دې برخه كې پوليس تخصصي زده كړو ته اړتيا لري.
د افغانستان له نشه يي توكو سره د مبازي وزير ضراراحمد مقبل عثماني وايي:
كه څه هم، چې په ۱۸ ولايتونو كې لس زره جريبه كوكنار اړول شوي، خو بيا هم د بېلا بېلو دلايلو له كبله په روان كال كې د نشه يي توكو كركيله زياته شوې ده.
د هغه په وينا:
د نشه يي توكو د كروندو د اړولو پرمهال وسله والو مخالفينو پرپوليسو اته څلوېښت بريدونه كړي، چې ديارلس امنيتي كسان په دغو بريدونو كې وژل شوي او څلوېښت ټپيان دي.
په كابل كې د ملگرو ملتونو استازي سټيفن ډيميسټورا وايي، چې:
په تېركال كې د نشه يي توكو د نرخ د لوړيدو له كبله داسې اندېښنې وې، چې ښايي يوځل بيا په افغانستان كې په پراخه پيمانه كوكنار وكرل شي؛ خو دا د خوښۍ ځاى دى، چې په سلو كې څلوېښت افغان كروندگرو د نشه يي توكو له كر مخ اړولى دى.
نوموړى په افغانستان كې پرنشه يي توكو د روږدو كسانو پرشمېرې اندېښنه څرگنده وي او وايي:
د تاسف ځاى دى، چې اوس يو ميليون كسان په افغا نستان كې پر نشه يي توكو روږدي دي او له افغانستان څخه د قاچاق شويو نشه يي توكو له كبله په نړۍ كې هر كال زرگونه كسان خپل ژوند له لاسه وركوي.
د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پرگرام رييس جان لوگ وايي، چې:
د سيمې هېوادنو په مرسته د نشه يي توكو د مخنيوي لپاره بايد گامونه اوچت شي.
نوموړي وويل، چې:
د دوى د څېړنو له مخې له ۲۰۰۱ع كال را هيسې افغانستان د نړۍ په سلو كې نوي مخدره توكي توليدوي، چې ۶۶ ميليارډ ډالر بهرنيان، دوه ميليارډ ډالره افغان قاچاقگر او ۲۰۰ ميليون ډالر د دولت مخاليفينو ته رسيږي.