تازه خبرونه

له نړیوالو سره مو تعامل د اسلام او شرعې پر بنسټ دی – د اسلامي امارت مشرتابه

Published

on

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د کندهار ولایت مسوولینو ته څرګنده کړې؛ له نړیوالو سره زمونږ تعامل د شرعې پربنسټ ولاړ دی او پرته له شريعت او اسلام څخه بل هیڅ دليل د منلو وړ ندی.

د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده، چې د کندهار ولایت له ۲۰۵ البدر قول اردو څخه یې ليدنه کړې د يوې غونډې په ترڅ کې يي د دې قول اردو منسوبينو ته وينا هم کړې .

د اسلامي امارت مشرتابه په خپله وينا کې له نړې سره خپل تعامل د اسلامي شريعت پر بنسټ بللی او ويلي يي دي، چې د دوی لپاره له شريعت پرته بل هیڅ دليل د منلو وړ ندی .

دغه راز په کندهار کې ديني عالمانو او دولتي مسوولينو هم په يوه لويه غونډه کې، چې د جهاديه مدرسې د طالب العلمانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې وه؛ د اسلامي شريعت پر عملي کولو ټينګار کړی.

دوی ویلي؛ دیني عالمان د اسلامي امارت  ننګه کوي او تمه لري، چې  د اسلامي شريعت له عملي کولو سره دا نظام نور هم ټینګ کړي .

د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا وایي: اسلامي، شرعي سوچه نظام، چې اميرالمومنين صاحب يي غواړي د علماوو غوښتنه ده، ملګري يي غواړي، مجاهدين يي غواړي، موږ ټول به د خپل امير ترشا دريږو او بيا به دا نظام بقا او دوام پيدا کوي؛ نو محترمو دا دعالمانو مسووليت دی. د آخرت پر ورځ به داعالمان له ګریوان نيول کيږي که شرعي نظام پلی نکړي.

همداراز وينا کوونکیو اسلام د ټولو لپاره د رحم او شفقت دين وباله او وایي؛ د اسلام په دين کې د ټولو وګړیو حقونو ته درناوی شوی او ټول له خپلو حقونو برخمن دی .

د کندهارد جهاديه مدرسې مشر شيخ مولوي سيد سرور شاه آغا وایي: په اسلام کې د بشر حقوق شته او اسلام د رحمت او شفقت دين دي او هر چاته يي خپل حقوق ورکړي دي. حتا د حيواناتو حقوق په اسلامي ټولنه کې خوندي دي.

همداراز ديني عالمانو او د دولت مسوولينو ويلي؛ د اسلامي نظام او شريعت په عملي کولو کې ښايي له ډول ډول ستونزو سره مخ شو؛ خو ټينګار یې وکړ، چې له زغم  او صبر به کار اخلي.

کليپ….د کندهار د دیني عالمانو شورا ریيس شيخ مولوي ملوک شاه ویلي؛ ای مسلمانانو د صبر توصيه عالمان درته کوي، د دين په لاره، د شريعت د تنفيذ په لار، د حدودو د جاري کولو،قصاص جاري کولو په تعذيراتو جاري کولو، په کامل شرعي نظام راوستلو کې به لوږه درته راځي، تنده به درته راځي، جامه به دې څيري وي، وږی به وې، اولاد به درپسې ژاړي، اولاد به دې  فرياد کوي؛ خو ته به څه کوې ته به صبر کوې .

په کندهار کې دولتي مسوولين او ديني عالمان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د  وروستيو حکمونو له کبله د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي او په نا دولتي ادارو کې د ښځينه په کار بندیز ولګید او د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخ شو؛ خو دولتي چارواکو ویلي، چې د مناسب چاپېریال له رامنځته کولو سره به نجونو ته د تعلیم او تحصیل زمینه ډېر ژر برابره کړي.

Trending

Exit mobile version