تازه خبرونه
له نړیوالې اجماع پرته به د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت ونه پېژنو – پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي؛ هېواد به یې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې فردي هڅه ونکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري دغه څرګندونې د خپل هېواد د شپږ مياشتنۍ بهرنۍ تګلارې د ارزونې پر مهال کړې دي.
بلاول بوتو زرداري وایي: پاکستان نه غواړي فردي اقدام وکړي؛ مونږ غوره بولو، چې دا بهیر له نړیوالې اجماع سره سم وڅارل شي. مونږ په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له اسلامي امارت سره د دوامداره نړیوال تعامل، ملاتړ کوو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له اسلامي امارت سره د تلپاتې نړیوال تعامل ملاتړ کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غواړي، چې له نړیوالې ټولنې سره د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې خپل مکلفیتونه تر سره، تعلیم او کار ته د ښځو د لاسرسي په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي.
هغه زیاتوي، دا به پاکستان ته زمینه برابره کړي، چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو په راجلبولو او د ملاتړ په برخه کې ګټورې هڅې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ويلي؛ د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو لپاره باید د دغه هېواد بانکي سیستم بېرته فعال شي او په کار ده، چې په بهر کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې او د دې هېواد په مالي سیستم کې شاملې شي.
هغه یو ځل بیا د تحریک طالبان پاکستان او داعش د فعالیتونو په اړه د خپل هېواد اندېښنه هم څرګنده کړه.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي: مونږ له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښمن یوو. اوس هم زمونږ پر خاوره د پاکستانيو طالبانو لخوا بریدونه کېږي. مونږ باید له ترهګرۍ سره مبارزه وکړو. زمونږ پر وړاندې اصلي ګواښ القاعده نه، بلکې داعش او تحریک طالبان پاکستان دي. دا لوی ترهګریز سازمانونه دي او مونږ دا منو، چې له دوی سره د مبارزې هڅه زمونږ لپاره ستونزمن کار دی.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي له دې مخکې د پاکستان دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلي او ویل شوي، چې اسلامي امارت به له افغانستان څخه هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د ګاونډ حکومتونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به ګاونډ او د سیمې حکومتونو ته کوم ګواښ پېښ نشي او هیچاته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
دغه راز اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ويلي، چې د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل د نړۍ په ګټه ده او دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.
له بلې خوا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا په غونډه کې وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره دې یوه نړیواله مرکچي ډله جوړه شي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نړۍ باید افغانستان هېر نکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل، چې په دې غونډه کې يې ګډون کړی دی؛ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت د اندېښنې وړ بولي او له اسلامي امارته يې وغوښتل، چې خپلې ژمنې پوره کړي.
