تازه خبرونه
له هغو کړنو څخه دې ډډه وشي، چې د یمن او سیمې ثبات ګواښي
د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د مرغومي یوولسمه) په یوه خبرپانه کې له ټولو لوریو وغوښتل، چې له هغو کړنو دې ځان وساتي، چې د یمن او سیمې امنیت او ثبات ګواښي.
په یمن کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د رامنځته شوي تاوتریخوالي له څارلو وروسته د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړی؛ د دې هېواد د ملي یووالي، سولې او ثبات لپاره د اړوند لوریو هڅې ستایي.
د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د مرغومي یوولسمه) په یوه خبرپانه کې له ټولو لوریو وغوښتل، چې له هغو کړنو دې ځان وساتي، چې د یمن او سیمې امنیت او ثبات ګواښي.
دې وزارت هیله څرګنده کړې، چې ټول ښکېل لوري؛ په ځانګړي توګه یمن دې د ستونزو د حل لپاره همغږۍ او خبرو ته لومړیتوب ورکړي، چې په دې هېواد کې د بېثباتۍ د رامنځته کېدا مخه ونیول شي.
په دې وروستیو کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر برید وکړ. ریاض ادعا وکړه؛ په دې برید کې د وسلو یوه ټولګه، چې له متحده عربي اماراتو سره تړاو لري او بېلتونپالو ته لېږل کېده؛ پر نښه شوې ده.
له دې برید وروسته متحده عربي اماراتو اعلان وکړ، چې خپل ځواکونه به له یمنه وباسي.