Connect with us

تازه خبرونه

له هند څخه بېل شوی سندهـ به بېرته له هند سره یوځای شي – د هند دفاع وزیر

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي مخ پر زیاتېدودی. د هند دفاع وزیر راج ناتھ سینګهـ ویلي، چې د پاکستان او هندوستان پولې ثابتې ندي او د سندهـ ایالت په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه بېل شو او پاکستان ته ورکړ شو؛ ممکن له هند سره بېرته یوځای شي.

خپور شوی

د

د هند دفاع وزیر ويلي: د هند او پاکستان پولې ثابتې ندي او سندهـ، چې په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه بېل او پاکستان ته وسپارل شو؛ شونې ده، چې بېرته له هند سره یوځای شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي مخ پر زیاتېدودی. د هند دفاع وزیر راج ناتھ سینګهـ ویلي، چې د پاکستان او هندوستان پولې ثابتې ندي او د سندهـ ایالت په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه بېل شو او پاکستان ته ورکړ شو؛ ممکن له هند سره بېرته یوځای شي.

هغه په نوي ډیلي کې د سندهیانو ټولنې په غونډه کې زیاته کړې؛ د تاریخ، کلتور او تمدن له پلوه هند او سندهـ ژورې او اوږدې اړیکې لري.

د هند دفاع وزیر ټینګار کړی، چې سندهیانو هیڅکله له هند څخه د دې سیمې بېلېدا نده منلې.

راجناتهـ سینګهـ وایي:  “نن که څه هم سندهـ له هند څخه بېل دی؛ خو په معنا کې به تل د هند برخه وي. که زه د سیمې په اړه وغږیږم؛ نو پولې بدلیدلی شي او په راتلونکي کې به سندهـ بیا له هند سره یوځای شي. د هند خلکو تل د سندهـ د خلکو ستونزې حل کړي او تل یې ملاتړ کړی او د هغوی تر څنګ ولاړ پاتې دي. هند د سندهـ د خلکو د حقونو او هوساینې لپاره ولاړ دی او که اړتیا وي په راتلونکي کې به هم ولاړ وي.”

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د هند څرګندونې خیالي او غیر مسوولانه وبللې او له نوي ډیلي یې وغوښتل؛ د ګواښلو له داسې ادبیاتو دې ډډه وکړي، چې سیمه‌ییزې سولې ته زیان رسوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي:  “مونږ له راج ناتھ سینګهـ او نورو هندي مشرانو څخه غوښتنه کوو، چې له هغو پاروونکو خبرو ډډه وکړي، چې سیمه‌ییزې سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي. دا به د هند حکومت لپاره خورا ګټوره وي، چې د خپلو وګړو په ځانګړي توګه د زیان منونکو اقلیتونو پر امنیت ډاډمنولو راوڅرخیږي. پاکستان د عدالت، مساوات او نړیوالو قانوني نورمونو پر بنسټ له هند سره د ټولو شخړو سوله‌ییز حل ته ژمن دی؛ خو د خپل امنیت، ملي خپلواکۍ او حاکمیت د ساتنې لپاره هم هوډمن دی.”

کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان له هند او افغانستان سره پر کړکېچونو سربېره له داخلي بې ثباتۍ سره هم مخ دی او د اسلام‌آباد د واکمنانو لپاره به له اوسني وضعیت څخه وتل ډېر ستونزمن وي.

دوی په دې باور دي، چې د هند او پاکستان ترمنځ نوې شخړه کولی شي د سیمې پر وضعیت ښه اغېز ونلري. په ځانګړي توګه؛ د هند دفاع وزیر پر څرګندونو سربېره، چې د پاکستان او هند پوله ثابته نده؛ افغانستان هم د ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي پولې په توګه نده منلې او ټولو هغو حکومتونو، چې په دې هېواد کې جوړ شوي؛ تل له پاکستان سره په کړکېچ کې ښکېل ول او دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!