سوداگري
له هوايي ډګرونو هره ورځ ۲۰ نړیوالې الوتنې ترسره کېږي – ترانسپورت وزارت
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، دا مهال د افغانستان له هوايي ډګرونو هره ورځ شل نړیوالې الوتنې ترسره کېږي.
د ترانسپورت او هوايي چلند له انستیتیوت څخه د ۵۰ څخه زیاتو کسانو د فراغت په مراسمو کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده ويلي، چې د هېواد ټول نړيوال هوايي ډګرونه د کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره فعال دي او اوسمهال له دغو هوايي ډګرونو څخه هره ورځ شل نړيوالې الوتنې کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هوايي چلند د برخې د ودې په موخه ۳۰ زدهکوونکي ازبکستان ته د زدهکړو لپاره استول شوي دي.
په دې مراسمو کې د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم ژمنه وکړه، چې د ترانسپورت او هوايي چلند د انستیتوت د محصلینو د وړتیاوو په لوړولو کې به همکاري وکړي؛ ځکه اسلامي امارت ژمن دی، چې کار د کار اهل ته وسپاري.
د ترانسپورت او هوايي چلند د انستیتوت فارغان له اسلامي امارت څخه غواړي، چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، دغو ځوانانو دوه کاله د هوايي ترافیکو د څارنې، څار او په نورو څانګو کې روزنه تر لاسه کړې ده.