Connect with us

تازه خبرونه

له پاکستاني استخباراتو سره د اطلاعاتو د تبادلې هوکړه لیک کې لاسوهنه شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-05-24-18h03m01s179

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړي وايي چې د پاکستان د اي، اس ، اي سره د استخباراتی اطلاعاتو د تبادلې په هوکړه لیک کې تر لاسلیک دوولس ۱۲ ساعته وروسته ګوتې وهل شوي دي.

دوی وايي د همدې لاسوهنې له کبله د ملي امنیت د شورا او ملي امنیت د رییس تر منځ ستونزه رامنځ ته شوې ده.

دغه کمیسیون لاسلیک شوی هوکړه لیک لغوه بولي او زیاتوي چې په هوکړه لیک کې د لاسوهنې د سپیناوي لپاره به د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر غونډې ته راوغواړي، خو د ملی امنیت د شورا ویاند بیا وایي چې د ملی امنیت شورا په هوکړه لیک کې هیڅ لاسوهنه نده کړې.

د ولسي جرګي امنیتي او د نړیوالو چارو کمیسیونونو د ملي امنیت د شورا سلاکار او ملی امنیت رییس د پاکستان او افغانستان تر منځ د استخباراتی اطلاعاتو د تبادلي د هوکړه لیک په اړه ورغوښتي وو.

غونډې ته یوازې د ملي امنیت ريیس حاضر شو، خو خبري رسنیو ته د خبرو د ثبت او تصویر اخیستو اجازه ورنکړل شوه.

د تړلو دروازو تر شا له خبرو وروسته د جرګې یو شمیر غړو، د ملی امنیت د رییس له قوله وویل چې په هوکړه لیک کې له لاسلیک دوولس ساعته وروسته ګوتې وهل شوي دي.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي:

نبیل ۵ ثانیې هم د هوکړه لیک په اړه اطلاع نه درلود دا یو خیانت و چې تر ۱۲ ساعت وروسته بعضی مسایل په کي زیات شوي او دا د ملي امنیت د رییس مداخله وه چې د هوکړه لیک مخه یی ونیول.

ځینو نورو ویل چې دغه هوکړه لیک د دواړو هیوادنو د استخباراتي مرستیالانو تر منځ په پټه لاسلیک شوي حکومت او حکومت نه غوښتل چې ملت خبر شي:

د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح:

موږ خبر یو چې د حسام او جنرال حیان تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شوی، دولت نه غوښتل چې څوک خبر شي. کله چې موضوع افشا شوه، نو دوی ورخطا شول او وویل چې اصلاحات راولو اصلاحات له چارسره اوس سند په اسلام اباد کې دیی.

دولسي جرګي غړي الماس زاهد:

پاکستان غوښتل په دي هوکړه لیک سره د ډیورند کرښه پر موږ ومني.

که څه هم چې د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر غونډی ته نه وو راغلی؛ خو د ملي امنیت د رییس د خبرو پر مهال غونده سری شوه او پرمطبوعاتو سانسور وضع شو.

په غونډه کې پریکړه شوې چې د ملي امنیت سلاکار به په هوکړه لیک کې د لاسوهنې له کبله عمومي غونډې ته را غواړي.

د کورنی امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخند زاده:

موږ به دملي امنیت سلاکار غوندې ته وغواړو تر څو موږ ته ځواب راکړي چې ولي په دې هوکړه لیک کې بدلون راغلی او ولې یې د دغه هوکړه لیک په اړه دلچسپي درلوده چې د دواړه امنیتی ارګانونو تر منځ د جنجال لامل شوه.

په همدې وخت کې د ملي امنیت د شورا سلاکار وایي چی دوی په دغه هوکړه لیک کی کوم مداخله نده کړی.

د ملی امنیت د شورا ویاند نجیب الله منلی:

د ملی امنیت د شورا دنده د امنیتی بنسټونو تر منځ همغږي ده؛ خو د دغو اسنادو تخنیکی برخه دویته نه راجع کیږی او په دی هوکړه لیک هم دوی مداخله نده کړي.”

خبریالانو هڅه وکړه چې په دې هکله د ملی امنیت د رییس نظر هم تر لاسه کړي، خو ښاغلي نبیل له رسنیو سره خبرو ته حاضر نه شو.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

 یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.

اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سویل خلکو په وروستیو ۴۰ کلونو کې یوه باراني میاشت تجربه کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

یوې امریکایي ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان سویل په تېرو ۴۰ کلونو کې له درې‌وو څخه یو باراني اپریل تجربه کړی دي.

د دوشنبې پر ورځ د غویی اووه‌لسمه د قحطۍ له وخت مخکې خبرداري سيسټم ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د اپريل اورښتونه د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لویديځو سيمو کې د کرنې د ودې لامل شوي؛ خو سېلابونو شاوخوا لس زره جريبه کرنيزه ځمکه په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو او سویل ختيځو سيمې کې له منځه وړې ده.

د راپور له مخې؛ وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د څړځایونو له وضعیت سره مرسته کړې او د باراني څپرکي له پای ته رسېدو سره تمه ده، چې د حاصلاتو د فصل له پیلېدو سره به خوراکي توکو او عایداتو ته د کورنیو لاس‌رسی ښه او د کرنې په سکټور کې کاري زمینه برابره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!