تازه خبرونه

له پاکستان سره پر پاتې اړینو مسلو د خبرو لپاره د اسلامي امارت پلاوی ترکیې ته ولاړ

دغه راز سرچینو آریانا نیوز ته ويلي؛ هغه مسلې، چې شونې ده په ترکیه کې پرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحث او خبرې وشي دا دي:

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت ویاند ذبیخ‌الله مجاهد ویلي؛ د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب پر مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته سفر وکړ، چې په دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې پر پاتې اړینو مسلو بحث او خبرې وکړي.

دغه راز سرچینو آریانا نیوز ته ويلي؛ هغه مسلې، چې شونې ده په ترکیه کې پرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحث او خبرې وشي دا دي:

۱- د یو بل پر وړاندې د دښمنانه کړنو د مخنیوي لپاره د څارنې میکانیزم رامنځته کول

۲- د حکومتونو د درناوي لپاره د شته قوانینو څارنه او پلي کېدا

۳- له تېرو دوه لسیزو راپدېخوا په پاکستان کې د امنیتي ستونزو پر اصلي عواملو پوهېدا

۴- د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کول، د کډوالو د جبري ایستلو درول، د سړکونو او لارو د  بندولو پای ته رسول او د سیاسي موخو لپاره د وسیلي په توګه د دغو مسلو له کارولو څخه ډډه کول.

ویل کیږي ، چې د شنبې پر ورځ د اوکټوبر پر شپږویشتمه په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان تر منخ د سولې پر اړینو مسلو تعقیبي ناسته جوړیږي.

Trending

Exit mobile version