تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو لړۍ ودرول شي – د بشري حقونو د څار بنسټ
د دې بنسټ د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان له دغو مرکزونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدا زمینه برابره کړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د طب او غاښونو د څانګو د افغان زدهکړیالانو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پرېکړه ښايي لسګونه افغان ځوانان او نجونې له زدهکړو بېبرخې کړي.
د دې بنسټ د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان له دغو مرکزونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدا زمینه برابره کړي.
راپور زیاتوي، د پاکستان د طب اړوند ښوونیزو مرکزونو د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو هم ډډه کړې ده.
د لاهور په کینګ اېډوارډ پوهنتون کې ۲۰ افغان زدهکړیالان، چې څلور یې نجونې او اووه یې د وروستي کال دي؛ ورته ویل شوي، چې د وتلو د چارو د ترسره کولو لپاره دې په ۲۴ ساعتونو کې لاس پرکار شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ويلي: په لاهور کې شاوخوا ۱۰۰ افغان زدهکړیالان، چې د طب او غاښونو په څانګو کې زدهکړې کوي؛ ښايي د دې پرېکړې له کبله اغېزمن شي، چې د ۲۰ او ۴۰ ترمنځ یې نجونې او ښځې دي.
ځینې زدهکړیالانو د ایستلو له وېرې د پاکستان د بشري حقونو له کمیسیون څخه د مرستې غوښتنه کړې، چې خوندي سرپناه او حقوقي مرستې هم رانغاړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ ويلي؛ پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې اړ دی، چې ټولو وګړو ته له هر ډول توپیر پرته د لوړو زدهکړو برابر فرصتونه برابر کړي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، په دې برخه کې بهرني وګړي هم شامل باید له دې حق څخه بېبرخې نهشي.
دې بنسټ ویلي:« یوازې د افغانتوب له کبله د زدهکړیالانو ایستل له دې حقونو سره په ټکر کې دي.»
د بشري حقونو د څار بنسټ زیاته کړې؛ پاکستان په وروستیو کلونو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او سلګونه زره افغانان یې نیولي او جبري یې افغانستان ته ستانه کړي دي. په دغو کسانو کې داسې کسان هم دي، چې لسګونه کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی دی.