تازه خبرونه
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر بیا پیل شو
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له اووهلسمې تر اوسه له یو میلیون او ۱۷۷ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي. د دغه بهیر په اوسني پړاو کې، چې د فبرورۍ پر اتهویشتمه پیل شوې؛ له ۸۲ زره او ۵۰۰ څخه ډېر افغان وګړي ایستل شوي دي.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د لوی اختر له رخصتیو وروسته د خیبر له سیمې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر یو ځل بیا پیل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له اووهلسمې تر اوسه له یو میلیون او ۱۷۷ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي. د دغه بهیر په اوسني پړاو کې، چې د فبرورۍ پر اتهویشتمه پیل شوې؛ له ۸۲ زره او ۵۰۰ څخه ډېر افغان وګړي ایستل شوي دي.
پاکستانيو چارواکو ویلي، چې یوازې په خیبر ولسوالۍ کې ۱۲۰۸ افغان کډوال د دغه پروګرام د چوکاټ له مخې افغانستان ته ستانه شوي دي. همدارنګه د افغانانو د ناقانونه استوګنې ۴۲ دوسیې ثبت شوي او له قانوني پړاوونو وروسته نیول شوي کسان د تورخم له لارې ایستل شوي دي.
په باړه، جمرود او لنډي کوتل سیمو کې هم د افغانانو اړوند ۴۴ دوکانونه د ناقانونه سوداګریزو فعالیتونو پر تور تړل شوي دي.
دغه راز د تورخم دروازې اوږدمهاله تړل کېدا د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر سوداګرۍ او لېږد رالېږد منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د ټرانسپورټ ټولنې مسوولان وايي، چې په افغانستان کې د بند پاتې سلګونو پاکستاني موټرچلوونکو، مرستندویانو او باروړونکو موټرو برخلیک اوس هم روښانه نهدی.
د یادې ټولنې د څرګندونو له مخې، د ۵۶۰ موټرچلوونکو او مرستندویانو او ۹۰۰ باروړونکو موټرو نوملړ یوه میاشت مخکې چارواکو ته سپارل شوی، خو تر اوسه د ستونزې په حل کې کوم پرمختګ نهدی شوی.
همدارنګه په لنډي کوتل کې د سیاسي ګوندونو، سوداګرو، ټرانسپورټي ټولنو او قومي مشرانو په ګډون یوه لویه جرګه جوړه شوه. ګډونوالو خبرداری ورکړ، که په افغانستان کې بند پاتې پاکستانيانو، محصلانو او موټرو ته د بېرته ستنېدا اجازه ورنهکړ شي؛ نو له اختر وروسته به اعتراضونه پیل کړي.
ویل کیږي، چې که اوسنی وضعیت دوام ومومي د پاکستان ـ افغانستان لویه لار د تړل کېدو او ان د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د درېدا احتمال هم شته.