روغتيا
له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا په افغانستان کې د ګوزڼ د لېږد خطر زیات کړی
د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدا کولی شي د ګوزڼ یا پولیو ویروس د لېږد خطر زیات او د دې ناروغۍ د کنټرول بهیر ستونزمن کړي.
د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ که څه هم په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ(فلج ) ناروغۍ پېښې کمې شوې دي؛ خو د کډوالو له راستنېدا سره د ذدې ویروس د لېږد خطر شته او د دې ناروغۍ د خپرېدا مخنیوی یې ستونزمن کړی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په راپور کې راغلي: ” په ۲۰۲۵ کال کې ۳۹ مثبتې پېښې د دې ویروس تائید شوي، چې ۹ یې په افغانستان او ۳۰ یې په پاکستان کې دي.
روانه اوونۍ په پاکستان کې د دې ویروس د وحشي بڼې دوه نوې مثبتې چاپېریالي بېلګې ثبت شوي دي.
تر دې دمه ۵۷۹ مثبتې چاپېریالي بېلګې د دې ویروس ثبت شوي، چې ۶۴ یې په افغانستان او ۵۱۵ یې په پاکستان کې دي.”
دې ټولنې ویلي، چې د واکسین د پليکېدا پروګرامونه محدود دي او له همدې کبله د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کې ځینې ماشومان واکسین نشي ترلاسه کولی. .
عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوالې ټولنې د دې راپور په اړه څه ندي ویلي.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې یوازې په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغي مخ پر خپرېدا ده.