سیمه ییز خبرونه

له ښځو سره د تاوتريخوالي په باب د ځينو بنسټونو رپوټونه مغرضانه دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ښځو چارو وزارت مسئولين وايي، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي په باب د يو شمېر بنسټونو د رپوټونو خپرېدل بايد د عامه اذهانو د خرابوالي لامل نه شي.

افغانستان، چې په جګړه كې ښكېل دى، د دغه هېواد مېرمنې د نا امنيو سربېره له كورني او ټولنيز تاوتريخوالي كړېږي.

د ښځو د حقونو د مدافع بنسټونو ارقام ښيي، چې په افغانستان كې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې مخ پر زياتېدو دي.

دغه بنسټونه نيوكه كوي، چې له يوې خوا له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې جدي نه نيول كېږي او له بلې خوا په عدلي ارګانونو كې اداري فساد او بډو دې ته لاره هواره كړې، چې د افغاني مېرمنو په باب په صحرايي محاكمو كې پرېكړې وشي او د تاوتريخوالي قرباني شي.

د افغان مېرمنو د حمايوي موسسي رئيسه زهرا سپهر ادعا كوي، چې يو شمېر جګپوړي دولتي چارواكي د ښځو حقونو ته درناوى نه كوي.

په وړو نجونو او ښځو زړه بوږنوونكي تېري، فزيكي او رواني تاوتريخوالى هغه څه دي، چې د افغانې مېرمنې يې سختې اندېښمنې كړې دي.

دوى وېره څرګندوي، چې له افغانستانه د نړيوالو سرتېرو له وتو سره به دغه پېښې لاپسي زياتې شي.

له بلې خوا د ښځو چارو وزارت مرستياله مژګان مصطفوي وايي، چې له افغانو مېرمنو سره تاوتريخوالي روان دي، خو په وېنا يي د ځينو بنسټونو رپوټونه مغرضانه دي.

د غزني ولايت د ښځو چارو رئـيسه شكريه ولي او يو شمېر خلك وايي، چې په دغه ولايت په صحرايي محاكمو كې د افغانو مېرمنو په باب لسګونه پرېكړې كېږي، د هغې په وېنا په صحرايي محاكمو كې له درو څخه نيولې بيا د ښځو د قتل پرېكړې كېږي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ښځو د حقونو مدافع نړيوال بنسټونو هم اندېښنې ښودلې او وايي، كه په افغانستان كې لس كلن پرمختګونه، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو خونديتوب ته جدي پام ونه شي، ښايي افغانستان يو ځل بيا پخوانيو دورو ته ستون شي.

Trending

Exit mobile version