تازه خبرونه

له کابل ښاره څه باندې ۲۸۰۰۰ سوالګر راټول شول

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۱)

د کابل د سوالګرو راټولولو کمیتې د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې تر دوشنبې پورې( د سلواغې تر ۲۴ نېټې) له ۲۸۰۰۰ څخه ډېر سوالګر راټول او د مرستې وړ ترې وپېژندل شول.

د اړوند کمیټې د څرګندونو له مخې؛ په پیژندل شویو سوالګرو کې ۱۲۲۷۲ ښځې دي، چې ۵۶۱۷ یې مستحقې ګڼل شوي او پاتې ۶۶۵۵ یې مسلکي سوالګران دي. ۳۷۱۶ یې نرینه او پاتې ۱۲۰۰۰ یې ماشومان ول.

کمیتې ویلي، چې له دغو ماشومانو څخه ۷۰ یې بې سرپرسته ماشومان دي، چې تر څارنې او پاملرنې لاندې ونیول شول.

یادې کمیتې تویت کړی، چې: ماشومانو ته خواړه او د زده‌کړې اسانتیاوې برابریږي.

دغې کمیتې زیاته کړې، چې اسلامي امارت له اړمنو سوالګرو سره دوامداره نغدي مرستې کوي.

Trending

Exit mobile version