سوداگري

له کندهاره پاکستان ته د انګورو صادرات پېل شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۲)

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ ټنه انګور په يخجالي موټرو کې پاکستان ته صادريږي.

د کندهار له ژړۍ ولسوالۍ څخه پاکستان ته د انګورو صادرات مخ پر ډېرېدو دي.

د کندهار له دغې لويديځي ولسوالۍ څخه هره ورځ شاوخوا شل يخچالي کانتنره انګور، چې تقریبا ۴۰۰ ټنه کیږي؛ پاکستان ته صادريږي.

بڼوال د کندهار د انګورو حاصلات د تېر کال پر پرتله زيات او باکیفیته بولي او د خپلو حاصلاتو پر راټولولو او بسته بندۍ کار کوي.

بڼوال قدرت الله وایي: ډېره هڅه احنياط کوو؛ يو وارې يې پر اره رېبو، بيا يې بیاتي کوو، په جالې کې ږدو، تېلر ته یې پورته کوو او بيا ورته د سړخونې کولر لګوو، چې يخ شي او خراب نشي بيا يي بهر ته استوو.

د انګورو سوداګر د صادراتو په برخه کې د دغه ولایت سپين بولدک په ولسوالۍ کې د اسانتیاوو د زياتوالي غوښتنه کوي.

 د انګورو سوداګر وایي؛ د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په کمرګ کې د مخکنۍ هوکړي خلاف د دوی يخچالي موټر او میوه پلټل کیږي، چې په خبره یې که دا کار دوام وکړي د انګورو د صادراتو بهير به اغېزمن کړي.

د انګورو سوداګر سعدالله ویلي: له پرون څخه زمونږ انګور شروع شول. نن سهار مو کانتينر حرکت وکړ. دلته مونږ له نورو ستونزو او مشکلاتو سره نه يوو مخ شوي یوازې په ګمرک کې يې موتر ودراو، چې جر په کې وهو.

د انګورو یو بل سوداګربسم الله نومي ویلي؛ زمونږ په يخچالي موټرانو کې انګور يخ شويدي. دا، چې د کانتينر دروازه خلاصه شي توده هوا ورځي او انګور دستي خرابيږي. دا کار مونږ ته په سلو کې اويا او اتيا سلنه تاوان کوي.

د کندهار د تازه میوې د کمیسيون مشر بيا وایي؛ په سپين بولدک ولسوالۍ کې د انګورو د صادراتو پر وړاندي رامنځته شوې ستونزه لويه نده او دوی يې د اواري په لټه کې دي.

د کندهار د تازه میوې د کمیسيون مشر حاجي نانی وایي: د دې ستونزې په اړه مونږ د ګمرک له ریيس سره په اړیکه کې يوو. ان شاالله د ګمرک ریيس او د ولايت مقام پروسږکال له مونږ سره ډېره همکاري کړې وه. ان شاالله دا ستونزه به هم حل شي. هره ستونزه، چې وي هغه پر همغږۍ او خبرو حليږي.

تېر کال له کندهاره ټولټال ۲۵۰ زره ټنه تازه میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې وې؛ خو سږ کال د مسوولانو د څرګندذونو له مخې د میووو د ډېر حاصل له کبله به د صادراتو کچه د تېر کال پر پرتله زياته وي.

Trending

Exit mobile version