تازه خبرونه
له کوم هېواد یا بهرني شرکت سره د ډبرو سکرو د صادراتو تړون نلرو
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ویلي؛ د هېواد د کانونو قراردادونه يې له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ خو له کوم هېواد یا بهرني شرکت سره د منرالونو د استخراج او صادراتو تړون ندی شوی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې تېره ورځ د پاکستان حکومت له افغانستان څخه پر پاکستانيو کالدارو د ډبرو سکرو د وارداتو د پراخولو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر د پاکستان د ریل وزارت ته لارښوونه کړې، چې د برښنا فابریکو ته له افغانستان څخه د وارداتي سکرو د چټک رسولو ټول اړین اقدامات تر سره کړي.
نوموړي ویلي، چې که له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردتو بهیر چټک شي؛ پاکستان به په کال کې دوه میلیارده ډالرو سپما وکړي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند وايي؛ هڅه کوي، چې نړیوالو مارکیټونو ته منرالي او کاني صادرات ولري؛ خو تر اوسه یې د پاکستان په ګډون له نورو هېوادونو او بهرنیو شرکتونو سره د ډبرو سکرو د صادراتو تړون لاسلیک کړی ندی.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي: مونږ تر اوسه له هیڅ هېواد او یا بهرني شرکت سره کوم تړون نلرو. د ډبرو سکرو په برخه کې زمونږ ټول قراردادونه له افغان شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ صادرات یې محدود ندي او مونږ ته افغانۍ راکوي.
دغه راز یاد وزارت نن په یوه خبري ناسته کې په ډاګه کړې؛ د هېواد په ۸۰ سیمو کې د ډبرو سکرو کانونه تثبیت شوي، چې له ۱۷ يي استخراج روان دی او پاتي نور خوندي دي.
د کانونو وزارت د اټکل له مخې؛ په افغانستان کې ۲ میلیارده ۳۵۰ میلیون ټنه د ډبرو سکاره شته.
د مالیې وزارت چارواکو ويلي؛ د افغانستان د ګمرکونو د قانون او د نرخونو د کړنلارې له مخې د هېواد په ګمرکونو کې د ډبرو سکرو د یوه ټن صادراتي بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې، چې اوس د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د پلي کېدو وړ ده.
د افغانستان د ماليي وزارت هم وايي، چې سر له ننه د هېواد د ډبرو سکرو پر یوه ټن صادراتو مو تعروفه له ۲۷ ډالرو څخه ۶۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي: سر له نن څخه مو ۳۳ سلنه مالیه لوړه کړې او دا به پلي کیږي. د ورځې له ۱۳ زره تنو څخه تر ۱۵ زره ټنو د ډبرو سکارو صادرات لرو. تعروفه مو؛ ځکه لوړه کړې، چې د سړکونو د تخریب مخنیوی وشي او په بندرونو کې مو هم د وزن د څارنې بهیر قوي کړی دی.
ویل کیږي، چې اوس په نړیوال مارکیټ کې د ډبرو سکرو بیه مخ پر لوړېدو ده او پاکستان غواړي پدې توګه ځانته د دبرو سکرو یوه زیرمه جوړه کړي.