تازه خبرونه

له کډوالو سره به د ایران ناوړه چلند پر دوه اړخیزو اړیکو ناوړه اغېز ولري – مولوي متقي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ایران له سفیر سره په کتنه کې ویلي؛ په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د خلکو پر احساساتو ناوړه اغېز کوي.

دغه لیدنه په کابل کې، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې:  مولوي متقي د ایران سفیر ته ویلي؛ د ایران مشرتابه ته باید پیغام ورکړ شي، چې خپلو اړوند امنیتي چارواکو ته لارښوونه وکړي او په ځانګړي توګه سرحدي سیمو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې؛ له افغان کډوالو سره ناوړه چلند به ځینو عناصرو ته دسیسې او شخړې رامنځته کولو وخت ورکړي.

هغه دا هم ویلي، چې د کډوالو په توګه د مجرمینو څرګندېدل؛ د ټولو افغان کډوالو استازیتوب نکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي؛ په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د دغو اندېښنو په ځواب کې ویلي، چې په ایران کې د امام علي رضا په زیارت کې د چړې له برید وروسته یو شمېر اشخاصو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکې او نفاق د رامنځته کولو لپاره تبلیغاتي کمپاین پیل کړ.

د ایران سفیر ویلي، چې افغان کډوال په ایران کې “میلمانه” دي او په تېرو ۴۳ کلونو کې د کډوالو چلند د ایران له خلکو سره د دوی مینه او له ملګرتیا ډکې اړیکې ښیي.

هغه دا هم ویلي، چې حکومت یې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند اراده نلري؛ خو تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو هڅه کوي.

څو ورځې مخکې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورولو، وهلو او ناوړه کړنو له ترسره کېدو راپورونه ورکړ شوي دي.

د پنجشنبې پر ورځ په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوه یمې سیاسي څانګې مشر فیضان الله ناصري په کابل کې له ایراني ډیپلوماټانو سره وکتل او ورته یې په ایران کې له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلند اندېښنه څرګنده کړې ده.

Trending

Exit mobile version