تازه خبرونه
له یو کال راپدیخوا په کابل ایمرجنسي روغتون کې له ۳۰۰۰ ډېر ټپیان بستر شوي
د کابل ایمرجنسي روغتون د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې له یو کال راپدیخوا یې د رامنځته شویو چاودنو له کبله له ۲۷۰۰ ډېر ټپیان بستر کړي دي.
ایمرجنسي روغتون د یو ایتالوي نادولتي بنسټ لخوا تمویلیږي، چې د جګړې د قربانیانو په درملنه کې د تخصص لرونکی دی ویلي؛ د کابل، لښکرګاه او د پنجشیر د انابې ولسوالۍ په روغتونونو کې یې له ۱۶۰۰۰ څخه ډېر ناروغان تر درملنې لاندې نیولي دي.
په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون چارسمبالي دژان پانیک کابل روغتون ته په نغوته کې ویلي: یوازې په تېرو دوه میاشتو کې مونږ په خپل دې روغتون کې د چاودنو له کبله ۱۱ ټپیان بستر کړي او مونږ هره ورځ د ټوپکو، ډزو، چړو، ماین چاودنو او چاودیدونکو توکو څخه د ټپیانو درملنه کوو.
نوموړي ویلي، چې امنیتي حالات په ځانګړي توګه په کابل کې بشپړ پېچلی دی.
نوموړي ويلي، د کابل په کاج ښوونیز مرکز کې د جمعې د ورځې له ځانمرګي بریده ۲۲ ټپیان وروړل شوي دي.
هغه زیاته کړې: قربانیان ټول د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، چې ډېري یې په ټولګي کې د ازموینې په حال کې ول. له ټپیانو څخه یو کس له رسیدو سره سمه ساه ورکړه او بل یې له داخلیدو وروسته مړ شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې د چاودنې په اړه ویلي وه، چې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د شنبې پر ورځ ویلي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي، چې ډېري یې نجونې او میرمنې دي.