تازه خبرونه
له ۱۰۰ ډېرو بهرنیو پانګوالو د پانګونې جوازونه تر لاسه کړي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې له تېر یوه کال راپدیخوا یې څه باندې ۱۰۰ بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې جوازونه ورکړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې د تېر کال د ورته مودې پر پرتله يي په روان کال کې له څلور برابو ډېرو بهرنیو پانګوالوته په افغانستان کې د پانګونې د تر سره کولو جوازونه ورکړي. که څه هم د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت دانه وايي، چې د کوموهېوادونو پانګوالو ته یې د پانګونې ډېر جوازونه ورکړي دي.
دوی زیاتوي؛ بهرني پانګوال غواړي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پانګونه تر سره کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې؛ دوی هڅه کوي، چې له لویو بهرنیو شرکتونو سره په افغانستان کې د پانګونې تعاملات ولري، چې د هېواد په اقتصادي سکتور کې ژور مثبت بدلون رامنځته شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر وایي: مونږ د تېر کال د ورته مودې پر پرتله څلور برابره ېر جوارونه ورکړي او غواړوو له لویو بهرنیو شرکتونو سره په افغانستان کې د پانګونې تعاملات ولرو. د کوچنیو شرکتونو پر پرتله لویو ته لومړیتوب ورکوو.
بل لور ته د افغانستان افغان ویست شرکت مسوولین بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت پدې هڅه نیوکه کوي او څرګندوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید کورنیو پانګوالوته آسانتیاوې زیاتي کړي، چې افغان پانګوال په هېواد کې پانګونه ترسره کړي.
د افغان ویست شرکت عمومي مشر شېرباز کمین زاده ویلي: زما له نظره باید د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر کورنیو پانګوالو ډېر راوڅرخي؛ ځکه، چې کورني پانګوال کولی شي په هېواد کې د بهرنیو پر پرتله ډېره ښه پایله ورکړي.
اقتصادي کارپوهان هم له صنعت او سوداګرۍ وزارته غوښتنه کوي؛ هڅه دې وکړي، چې د بهرنیو پرځای دې افغان پانګوالو ته ډېرې آسانتیاوي برابرې کړي او بهرني شرکتونه دې هم د ګډې پانګونې لپاره وهڅوي، چې د ناکامۍ وېره راټیټه شي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه4 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

