سوداگري

له ۱۰ زره ډېر سوداګر له افغانستان سره د پاکستان په تړلو لارو کې بند پاتې دي

د راپور له مخې، له ۱۰ زره څخه زیات پاکستاني او افغان سوداګر له خپلو ټرانزیټي مالونو سره یو ځای د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي، چې له کبله یې دوی ته د میلیارډونو پاکستانیو روپیو زیان اوښتی دی.

Published

on

پاکستانۍ ورځپاڼې «دی اکسپرس ټریبیون» راپور ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مهمو لارو اوږدمهاله تړل کېدا، چې په کې غلام‌خان، سپین‌بولډک، خرلاچي او تورخم شامل دي؛ د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، له ۱۰ زره څخه زیات پاکستاني او افغان سوداګر له خپلو ټرانزیټي مالونو سره یو ځای د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي، چې له کبله یې دوی ته د میلیارډونو پاکستانیو روپیو زیان اوښتی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې (SCCI) رییس جنید الطاف ویلي، چې د افغانستان او د مرکزي آسیا جمهوریتونو له ۱۱ زره څخه تر ۱۲ زره پورې ټرانزیټي کانټینرونه د لارو د تړل کېدا له کبله د کراچۍ په بندر کې درېدلي دي. همدارنګه زرګونه صادراتي او وارداتي لارۍ په دغو لارو کې ولاړې دي، چې خرابېدونکي توکي په کې د خوسا کېدا په حال کې دي او د سوداګرو مالي زیانونه یې نور هم زیات کړي دي.

الطاف خبرداری ورکړی، چې «د کانټینرونو د ځای پر ځای کولو له کبله سوداګر هره ورځ د پارکینګ او ځنډ درندې جریمې ورکوي او د لارو تړل کېدا د ټرانزیټ، بندري خدماتو، ټرانسپورټ او لوژسټیک بهیر پرټپه درولی دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې دې وضعیت نه یوازې ملي صادرات سخت اغېزمن کړي، بلکې بېکاري یې زیاته کړې او پر سوداګرو یې سخت مالي فشار راوستی دی.

Trending

Exit mobile version