سوداگري
له ۱۲ تنو ډېر مغزي جلغوزي اروپا ته صادر شوي
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې په لومړي ځل د مغزي جلغوزيو څه باندې دوولس ټنه اروپا ته صادر کړیدی.
یوه خصوصي شرکت د مغزي جلغوزیو شاوخوا ۱۲ ټنه له پروسس وروسته جرمني ته د لیږلو لپاره چمتو کړي دي. که څه هم تر اوسه د صادروونکیو د صادراتو ستونزې په بشپړه توګه حل شوې نده؛ خو د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو ریاست مسوولین وايي، چې د ۵۰۰ زره امریکايي دالرو پر ارزښت دا مغزي جلغوزي به د اسلام کلا له بندر څخه ایران ته او بیا ترکیې ته ولېږدول شي.
د هرات صادراتي شرکتونه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو جلغوزي راټولوي او له پروسس وروسته يې د نړۍ بازارونو ته صادروي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال سید مسعود سادات ویلي؛ د لویديځ زون د صادروونکیو اتحاديه هر کال شاوخوا د ٢٥٠ ميليون دالرو پر ازښت بېلابېل توکي آسيايي او اروپايي هېوادونو ته صادروي.
د هېواد د لویديځ زون د صادروونکیو ټولنې مرستیال محمود اکرمي وايي؛ هر کال د وچې او تازه میوې او حيواني محصولاتو په ګډون له پنځوسو ډېر بېلابېل توکي بهر ته صادريږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې زیاتره صادرات د هېواد له لویدیځو سیمو څخه ترسره کېږي.
د هرات د صنایعو او سوداګرۍ رییس بشیر احمد سیرت وايي، چې بهرنيو هېوادونو ته د هېواد د لوړ کيفيت لرونکو توکو د صادراتو د زياتوالي لپاره هڅې روانې دي. د هېواد له لوېدیځو سیمو څخه ډېر توکي بهر ته صادرېږي؛ خو د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره نورو ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
دا مهال شاوخوا ۱۲۰ شرکتونه د وچې او تازه میوې، د طبي بوټو، حیواني محصولاتو او جلغوزیو په صادراتو بوخت دي او په سلګونو کسان په دغو شرکتونو کې کار کوي.