Connect with us

تازه خبرونه

له ۱۵ کلنو پورته عمر لرونکیو ته ۱۰ کلن پاسپورټونه وېشل کیږي

خپور شوی

د

د افغانستان پاسپورټ عمومي ریاست د دوشنبې پر ورځ ( د وري ۲۹) څرګنده کړې؛ د خلکو د ګنې ګونې د کمولو لپاره غواړي، چې له ۱۵ کلنۍ پورته کسانو ته ۱۰ کلن پاسپورټونه ووېشي.

دغه رياست زیاته کړې؛ له ۱۵ کلونو څخه لږ عمره پاسپورټ غوښتونکیو به پېنځه کلن پاسپورټونه ووېشل شي.

دې ادارې، چې آیا د پاسپورټ په لګښت کې کوم بدلون راغلی او که نه؛ څه ندي ویلي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د پېنځه کلن پاسپورټ بيه ۵۷۰۰ افغانۍ او د لس کلن هغه له ۱۰ زره افغانيو ډېره وه.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!