تازه خبرونه

له ۲۰۰ ډېرو هوایي افسرانو مسلکي روزنه ترلاسه کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۰)

د ملي دفاع وزارت تېره ورځ څرګنده کړې، چې د افغانستان د هوایي ځواکونو ۲۲۹ فسرانو د کابل له ۷۷۷ ځانګړې لوا فارغ او په بېلابېلو هوایی برخو کې یې پرمختللې او مسلکي روزنې ترلاسه کړې دي.

دفاع وزارت ویلي: دا سرتېري د افغانانو لخوا روزل شوي دي.

د دفاع وزارت چارسمبالي جنرال یاسین ضیا ویلي؛ دا افسران په هوايي ځواک کې د افغان ښوونکیو لخوا روزل شوي، چې د هېواد د هوایي ځواکونو د وړتیا او نظامي روزنې د ځان بسیاینې پر لوري مو یو لوی ګام دی.

هغه زیاته کړې: د هېواد هوایي ځواک د محاربوي او تخنیکي ظرفیتونو له مخې ډېر پرمختګ کړی او کولی شي، چې په خپلواک خپل مسوولیتونه او دندې ترسره کړي.

جنرال ضیا زیاته کړې، چې افغان ځواکونه کولی شي په خپلواکه توګه له هېواده  دفاع وکړي.

Trending

Exit mobile version