سوداگري

له ۷۷ نومي ترکي شرکت سره د بادي برښنا هوکړه لیک لاسلیک شو – د اوبو اوانرژُۍ  وزارت 

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۰, ۱۴۰۲

 د اوبو اوانرژۍ  وزارت او په  افغانستان کې  ۷۷ نومي ترکې  شرکت  ترمنځ  د هېواد په جنوب غرب کې د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید هوکړه لیک لاسلیک  شو.

 د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د هېواد په جنوب غرب حوزه کې له یوه تر کيي شرکت سره د ۲۰۰ میګاواته بادي برښنا د تولید هوکړه لیک لاسلک کړ.

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي؛ افغانستان د انرژۍ د تولید په بېلا بېلو برخو کې لوړ ظرفیتو نه‌لري او هڅه کوي، چې هېواد د برښنا د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې تر کچې  ورسوي.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور ويلي، چې د هېواد جنوب غرب حوزه د بادې انرژۍ د تولید پوره وړتیا؛ نو، ځکه یې له ۷۷ ترکيي شرکت سره د دې پروژې د تولیدولو هوکړه و کړه.

عبدالطیف منصوروایي: ۷۷ ترکيي شرکت په افغانستان کې د کار تجربه لري او په  کندهار کې یې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې کار کړی. دغه راز یې په هلمند کې د اوبو د انرژۍ د تولید کار کړی او اوس دادی د هېواد جنوب غرب کې د بادۍ انرژي د تولید چارې هم دې شرکت ته وسپارل شوې.

۷۷ ترکي شرکت مسوول سلیمان جیلیو وايي، چې په افغانستان کې له تېر نږدې لس کلونو راپدیخوا د انرژۍ  د تولید په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کړې او هڅه کوي، چې په دې هېواد کې د انرژۍ د تولید په  بهیر کې د اوبو او انرژۍ  له وزارت سره نورې  پروژې هم مخکې یوسي.

سلیمان جیلیو د ۷۷ ترکي شرکت عمومي رییس ویلي: مونږ د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د انرژۍ د تولید پروژې عملي کړي او هڅه کوو، چې نور هم له افغانانو سره کار وکړو او اسلامي امارت له خصوصی سکتور سره پوره همکاري لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو له ټولو افغان پانګوالو غوښتي، چې راشي او په افغانستان  کې د انرژۍ د تولید په ګډون په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې خپل ملي مسوولیت تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version