سیمه ییز خبرونه
لوگر او وردگو ولايتونو ته د كابل نه پاملرنې د دولت او خلكو تر منځ واټن زيات كړى دى
افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد كميسيون رئيس د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواكې ادارې په غونډه كې ټينگار وكړ، چې كه په نظامي چارو كې د سياسي لاسوهنو مخه ونه نيول شي او د كابل په گاونډيو ولايتونو كې امنيتي تدابير سخت نه شي، په كابل كې به د نا امنيو او بريدونو مخنيوى ستونزمن وي.
د سيمه ييزو ارگاونو په خپلواكه اداره كې د لوگر او مېدان وردگو ولايتونو د امنيتي حالاتو د څېړنې په موخه جوړه شوې غونډه كې د مسئوليتونو د لېږد كميسيون رئيس اشرف غني احمدزي په امنيتي ارگانونو كې د سياسي لاسوهنو په اړوند اندېښنه څرگنده كړه.
د احمدزي په وېنا افغان امنيتي ارگانونه زياتې پېسې لگوي، خو د امنيت په ټينگښت كې يې اغېزه ډېره كمه ليدل كېږي.
هغه د كابل په گاونډيو ولايتونو كې د امنيت پر ټينگښت ټينگار وكړ او زياته يې كړه، چې د پلازمينې گاونډيو ولايتونو روان امنيتي حالت پر كابل هم ناوړه اغېزه كړې ده.
د غې غونډې ته د پوهنې او روغتيا وزيران هم ور بلل شوي وو.
د پوهنې وزير فاروق وردگ وويل:
په تېرو كلونو كې لوگر او مېدان وردگو ولايتونو ته د كابل نه پاملرنې شرايط دې ته برابر كړل، چې د خلكو او دولت ترمنځ واټن زيات شي.
د لوگر والي اقبال عزيزي او د مېدان وردگو والي عبدالمجيد خوگياڼي وويل، چې په دغو ولايتونو كې بې كاري لوړ حد ته رسېدلې، چې له كبله يې په دغو ولايتونو كې امنيت هم خراب شوى دى.
دوى اندېښنه څرگنده كړه، چې كه په دغو ولايتونو كې پوځونه زيات نه شي، حالات به تر دې هم ترينگلي او كابل به هم نا امنه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا څه موده مخکې د لوگر او مېدان وردگو ولايتونو پر روانو ناكراريو ځانگړې غونډه درلوده.
په دغه غونډه كې اړوندو ارگانونو ته سپارښتنه وشوه، چې په لوگر او مېدان وردگو كې د ناكرايو عوامل پېدا او د مخنيوي لپاره يې لازم تدابير ونيسي.