تازه خبرونه

لویدیځ دې د افغانستان په اړه خپله دښمنانه پالیسۍ پای ته ورسوي

سرګي لاوروف په خپله پرانیستونکې وینا کې ویلي، چې د مسکو فرمټ غونډه اوس د افغانستان په اړه د سیمې د مهمو هېوادونو د دریځونو د همغږۍ لپاره “مهم نړیوال دریځ” ګرځیدلی دی.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فرمټ د اوومې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د سیمې هېوادونو او کابل ترمنځ د پراخې همکارۍ او د هغه څه د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، چې هغه یې “په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو دښمنانه پالیسي” بولي.

سرګي لاوروف په خپله پرانیستونکې وینا کې ویلي، چې د مسکو فرمټ غونډه اوس د افغانستان په اړه د سیمې د مهمو هېوادونو د دریځونو د همغږۍ لپاره “مهم نړیوال دریځ” ګرځیدلی دی.

هغه زیاته کړې: ” خوښ یم، چې د مسکو فرمټ اوومه غونډه پرانیزم. د خوښۍ ځای دی، چې دا غونډه پر یوه باوري نړیوال دریځ بدله او د سیمې هېوادونه نږدې کوي.”

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې سیمه‌ییز هېوادونه ” پر خوله نه، بلکې په عمل کې” ژمن دي، چې د یوه خپلواک، باثباته او له خپلو ګاونډیانو سره د سوله‌ییزو اړیکو لرونکي افغانستان سره اړیکې ولري؛ له داسې یو هېواد سره، چې د نړیوالې ټولنې له درناوی برخمن وي.

د لومړي ځل لپاره د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي رسماً د مسکو فرمټ په غونډه کې ګډون وکړ. لاوروف له افغان پلاوي هرکلی وکړ او څرګندوي؛ ” د افغانانو له شتون پرته د افغانستان اړوند مسایلو ته لاسرسی ناشونی دی.”

هغه تائید کړې، چې له غونډې مخکې یې له امیر خان متقي سره لیدلي او د “ګډې ودې او سوکالۍ” لپاره یې د روسیې او افغانستان د اړیکو او همدارنګه ورسره د سیمه‌ییزې همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

لاوروف ویلي، چې روسیه په سیمه‌ییزو سیاسي او اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان شاملول د مرکزي او سویلي آسیا د امنیت او پرمختګ لپاره خورا اړین ګڼي.

هغه د جولای په میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو وروسته د مسکو رسمي دریځ بیا تکرار کړ او څرګندوي: “مونږ رسماً د افغانستان اسلامي حکومت پر رسمیت پېژندلی او په نړیوالو همکاریو کې مو محدودیتونه لرې کړې دي.”

د روسیې بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ هېواد یې غواړي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د مخدره توکو قاچاق مخنیوی او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراخولو کې له افغانستان سره همکاري پیاوړې کړي.

نوموړي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې لویدیځ هېوادونه “د افغانستان د مشروع شتمنیو پر کنګل ساتلو” او د دې هېواد د بانکي سیسټم پر وړاندې پر پرله‌پسې بندیزلګولو تورن کړل.

لاوروف ویلي: “مونږ یو ځل بیا له لویدیځو هېوادونو غوښتنه کوو، چې خپله دښمنانه پالیسي بدله کړي؛ کنګل شوې شتمنۍ بېرته وروسپاري او له جګړې وروسته د بیارغونې مسوولیت ومني او په تېرو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد او زیربنا ته رسېدلي زیانونه جبران کړي.”

هغه دا خبرداری هم ورکړ، چې په افغانستان یا ګاونډ هېوادونو کې د بهرنیو پوځي اډو د جوړولو هر راز هڅه کولی شي بې ثباتۍ او نويو شخړو ته لار اواره کړي.

هغه زیاته کړې: “د ناسیمه‌ییزو لوبغاړو پوځي شتون کولی شي د نویو بحرانونو او کړکېچونو لپاره لار اواره کړي.”

د مسکو فرمټ سرمشریزه، چې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې؛ موخه یې د سولې، ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ په اړه د سیمه‌ییزو نظرونو همغږي کول دي. د سږ کال سرمشریزه د روسیې له‌خوا د افغانستان د اسلامي امارت له پر رسمیت پېژندلو راپدېخوا لومړنۍ ناسته ده او ټاکل شوې، چې له کابل سره د سیمه‌ییزې همکارۍ د لومړیتوبونو په اړه د ګډې خبرپاڼې پر خپرولو پای ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version