تازه خبرونه

لویدیځ دې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي – قطر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۱)

قطري چارواکو په ډاګه کړې؛ د قطر حکومت له غربي چارواکو غوښتي، چې له اسلامي امارت سره اړیکې زیاتې کړي او که نه په افغانستان کې به افراطیت وده وکړي.

فایننشل ټایمز نن (یکشنبه د غبرګولي ۸) د قطر د بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له قوله څرګنده کړې: په داسې حال کې، چې لویدیځ پر اسلامي امارت بندیزونه لګولي؛ د افغانستان وضعیت یوازې د ټولنو له لارې نشي څارلی.

هغه ویلي؛ مونږ به د افراطیت ډېرېدل او یو اقتصادي بحران وګورو، چې لا دمخه پیل شوی او دا کار به به خلک نور هم افراطي په جګړو کې ښکېل کړي.

شیخ محمد زیاته کړې: که نړیواله ټولنه له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته له اسلامي امارت سره زیاته همکاري کړې وای؛ ښايي د نورو سخت دریځو اسلامپالو کړنو مخنوی شوی و.

قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له اسلامي امارت سره اړیکې لري او له اسلامي امارت سره د امریکا او د هغې د اروپايي متحدینو ترمنځ د خبرو اترو منځګړی یادیږي.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ شیخ محمد د اسلامي امارت له لوري د نجونو د لوړو ټولګیو د ښوونځیو پر ځنډولو هم نیوکه کړې ده.

هغه ويلي: مونږ باور لرو، چې د تعامل او همکارۍ له ډېرېدو سره به دا کار نه وای شوی. اوس دا ډېره مهمه ده، چې د وضعيت د خرابېدو مخه ونیسو او که نه په افغانستان کې به له ډېر ګډوډ حالت سره مخ شو.

شیخ محمد زیاته کړې؛ په دوحه کې د اسلامي امارت او لویدیځ تر منځ خبرې شوي، خو تر اوسه څرګنده نده، چې د افغانستان په اړه د دوی نظر څه دی؟!

هغه وایي: دا هغه څه دي، چې مونږ يې نلرو. که مونږ د يوې روښانه لارې نقشه ولرو، لږ تر لږه به هر اړخ خپل مسووليت وپېژني. دا به د پرمختګ يوازنۍ لار وي.

هغه وویل، چې نړیواله ټولنه باید په “اقتصادي جبهه” کې برخه واخلي، چې په حکومت کې وړتیا او ظرفیت رامنځته، کارونه پیدا او په وده او پرمختګ کې ورسره  مرسته وشي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې ډاډ رامنځته او د “ټولو اړخونو” سره اړیکې وده وکړي.

له اسلامي امارت سره د مالي مرستو د برابرولو په اړه، هغه وویل، چې «متقابل تدبیرونه» او «د څارنې یو دقیق میکانیزم باید موجود وي، چې له حکومت سره مالي مرستې وشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې که له اسلامي امارت سره مرستو او همکارۍ ته زمینه برابره نشي؛ دا کار به تاوتریخوالی او ډله ییزه کډوالي رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version