تازه خبرونه
لویدیځ د اسلامي امارت له مخالفو ډلو ملاتړ کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لویدیځ استخبارات د اسلامي امارت د مخالفو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي.
پوتین د جمعې پر ورځ د تلې ۲۲ په قزاقستان کې د آسیا اړیکو او باورجوړونې په سرمشریزه کې د لومړي ځل لپاره وویل؛ لویدیځې استخباراتي کړۍ په ځانګړي توګه امریکایان او بریتانويان د طالبانو (اسلامي امارت) پر ضد جوړښتونه لمسوي، چې موخه ترې زمونږ د یو شمېر هېوادونو پر پولو ګوزارونه دي.
پوتین زیاته کړې؛ مونږ له دغو اړوند خطرونو او ګواښونو خبر یوو او له همدې کبله د طالبانو د تحریک (اسلامي امارت) له مشرتابه سره خپلې اړینې اړیکې خوندي ساتو.
ولادیمیر پوتین ویلي، چې په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې مخنیوی د منځنۍ آسیا د هېوادونو په ګټه دی.
په دې کتنه کې د روسیې ولسمشر په نړۍ او سیمه کې د پېچلو حالاتو له په پام کې نیولو سره د منځنۍ آسیا او روسیې ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړې: … ګډ او همغږي ګامونه زمونږ د ( اړوند) هېوادونو بېړنۍ اړتیا ده، چې ستراتیژیک اتحاد او ملګرتیا خوندي او اقتصادي ثبات پیاوړی کړو.