تازه خبرونه
لویدیځ د رسمیت پېژندنې لپاره ځانګړي شرطونه نهدي وړاندې کړي – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي؛ لویدیځ هېوادونه د رسمیت پېژندنې له موضوع څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او تر اوسه یې د دې لپاره خپل ځانګړي شرطونه نهدي وړاندې کړي.
نوموړي د سې شنبې پر ورځ ( د زمري ۳۱ ) ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې د وینا پر مهال ویلي، چې نړیواله ټولنه پر ټولشموله حکومتولۍ، بشري حقونو او امنیتي مسایلو ټینګار کوي؛ خو داسې کوم هېواد نهشته، چې د دغو شرطونو له مخې پر رسمیت پېژندل شوی وي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي څرګنده کړې: اسلامي امارت ټولشموله حکومت دی، هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتونکي دي؛ تر اوسه یې د اسلامي امارت لپاره د ټولشمولیت واضح تعریف نهدی وړاندې کړی.
امیر خان متقي زیاته کړې: له همدې کبله مونږ دا د یوې بانې په توګه په پام کې نیولی شو. دا، چې د افغانستان په اړه څوک څه وايي؛ په نړۍ کې داسې هېواد نشته، چې سیال ونهلري او پر چا نیوکه نهوي. مهمه دا ده، چې په ټول هېواد کې مخالفت نهشته. ان یو جریب ځمکه هم د مخالفینو تر واک لاندې نهده؛ هیڅ اختلاف نشته، ناامني نهشته او مخدره توکي صفر ته راټیټ شوي دي.
د بهرنیو چارو چارسمبالی؛ اسلامي امارت د ځینو حکومتونو پر پرتله، چې د ټولشموله حکومت غوښتنه کوي ډېر ټولشموله بولي او وایي: که دا يوه قانوني او تصادفي غوښتنه وي؛ نو ولې له بل هېواد سره نه راپورته کېږي؟ په نړۍ کې مونږ کودتایي، ټاکنیز او د یوې کورنۍ او یو کس حکومتونه وینو او بېلابېل حکومتونه شته؛ خو دا شرطونه دوی ته وړاندې شوي نهدي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې په ځینو هېوادونو کې د اسلامي امارت دیپلوماتان کار کوي او په کابل کې یې هم ځینې سفارتونه پرانستي دي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه، چې تېر کال له اروپايي هېوادونو څخه د لس زره سیلانیانو په ګډون ۷۰ زره بهرنیانو افغانستان ته سفر کړی دی.
دغه راز ویل کیږي، چې له افغانستان سره د نړۍ اړيکې د عادي کېدو پر لوري روانې دي.