تازه خبرونه

لویه څارنوالي دې حساب ورکوونکې کاري کړنلاره ولري

Published

on

د  افغانستان روڼتیا څار بنسټ له لویې څارنوالۍ څخه د داسې حساب ورکوونکې کاري کړنلارې جوړول وغوښتل، چې د هېواد له شرایطو سره مناسبه وي او ټولې ټاکنې راونغاړي.

دا پالیسي، چې د چارشنبې پر ورځ د افغانستان روڼتیا څار بنسټ خپره کړې؛ د نویو څارنوالانو د ګمارلو لار د لویې څارنوالۍ د جوړښت او واکونو د قانون په مسوده کې اټکل او څېړل شوي دي.

د دې بنسټ په دې سند کې پر بنسټیزو سمونونو ټینګار شوی؛ بل نوی کارنده سیستم یې لویې څارنوالۍ ته وړاندې کړی، چې له نړیوالو معیارونو سره برابر دی.

د افغانستان روڼتیا څار د څارنوالانو د ګمارلو پالیسي د نړیوالو معیارونو مطابق لویې څارنوالۍ ته وړاندې کړې ده.

د افغانستان روڼتیا څار اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي ویلي، چې نوې مسوده د اوسني نافذ شوي قانون په پرتله مفصله ده؛ خو د څارنوالانو د ذاتي چارو څپرکی داسې څه نلري، چې وکړای شي فساد د ګمارلو په برخه کې کم او له منځه یووسي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ لویه څارنوالي باید د بشري سرچینو په اداره کې د څارنوالۍ خدمتونو کمیسیون له فساد سره د مبارزې په خاطر جوړ کړي.

د افغانستان روڼتیا څار د قانون د حاکمیت د عدالت غوښتنې افسر ضیافت الله سعیدي ویلي، چې لویه څارنوالۍ بنسټیزو بدلونونو ته اړتیا لري؛ په دې بدلونونو کې باید هر څارنوال د رڼې، پرانیستې سیالۍ د بهیر له لارې وګومارل شي.

Trending

Exit mobile version