تازه خبرونه

مارشال دوستم د طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات پیلوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۴۰۰)

مارشال عبدالرشید دوستم کابل ته له را رسېدو سره سم ویلی، چې طالبانو پخپل ټول ځواک پر هرات، تخار، جوزجان، کندهار او هلمند ولایتونو بریدونه وکړل او هڅه یې دا وه، چې یو ولایت ترې ونیسي.

د افغانستان مارشال له دوه میاشتو لریوالي وروسته هېواد ته راستون او په کابل کې له پوځي جامو سره څرګند شو.

مارشال وایي، چې جنګي حالت د هرې ورځې پر تېرېدو د خرابې لوري ته ځي او په وینا یې د طالبانو د دا ډول خوزښتونو مخه باید ونیول شي.

هغه وایي؛ اوسني حالت دی اړ کړی، چې هېواد ته بېرته را ستون شي او د روان حالت په اړه له سیاسي او جهادي مشرانو سره مشورې وکړي.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر  مارشال عبدالرشید دوستم زیاتوي: دولت باید د ولسي پاڅونوالو ملاتړ وکړي او مشرانو ته په کار ده، چې د طالبانو د دې چلوټې(دسیسې) پر وړاندې یو موټی شي. 

نوموړي زیاته کړې؛ اړتیا وه، چې افغانستان ته له رارسېدو سره سم د شمال جنګي لیکو ته ورغلی وای؛ خو شرایط داسې راغلي، چې دا مبارزه باید په کابل کې له سیاسي مشرانو سره د سلا مشور له لارې تنظیم شي.

مارشال دوستم په بېلابېلو ولایتونو کې ولسي پاڅونه ستایي او وایي: د هېواد په شمال کې په ځانګړي توګه د  فاریاب او جوزجان ځواکونه تلف کیږي؛ خو اړتیا ده، چې داسې قرباني پر یووالي هېرې او د طالبانو پر ضد د مقاومت ولسي لیکه جوړه شي.

مارشال عبدالرشید دوستم په داسې حال کې هېواد ته بېرته را ستون شوی، چې ځینو پخوانيو جنګي او جهادي څېرو د جنګ په لومړیو لیکو کې د طالبانو مخه ډب کړې او نه پرېږدي، چې طالبان  پرمختګ وکړي.

Trending

Exit mobile version