نړۍ
مارک کارني کاناډا د راتلونکي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
کارني، چې پخوا یې د کاناډا د مرکزي بانک د مشر په توګه یې دنده ترسره کړې؛ نوموړی به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو په اړه د زړور دریځ په نیولو کې هیڅ وخت ضایع نکړي.
د کاناډا واکمن لیبرال ګوند د یکشنبې پر ورځ (د کب نولسمه) ناوخته پر پراخه اکثریت مارک کارني د هېواد د راتلونکي لومړي وزیر په توګه وټاکه.
کارني، چې پخوا یې د کاناډا د مرکزي بانک د مشر په توګه یې دنده ترسره کړې؛ نوموړی به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو په اړه د زړور دریځ په نیولو کې هیڅ وخت ضایع نکړي.
د وروستۍ شمېرنې له مخې؛ ۵۹ کلن کارني د لېبرال ګوند د ۸۵.۹ سلنې رایو پر ګټلو بریالی شوی دی. کارني به په راتلونکو ورځو کې د لېبرال ګوند د مشر او د کاناډا د اوسني لومړي وزیر جسټین ټروډو ځای ناستی شي؛ خو ممکن د اوږدې مودې لپاره په دې مقام کې پاتې نشي.
کاناډا به سږ کال د اوکټوبر په میاشت کې ټاکنې وکړې؛ خو کارني کولی شي په څو اوونیو کې لومړنۍ ټاکنې ترسره کړي. اوسنۍ نظرپوښتنې د اپوزیسیون محافظه کار ګوند د ترټولو مشهور انتخاب په توګه ښیي.
کارني د خپلې بریا په وینا کې خبرداری ورکړ، چې د ټرمپ پر مشرۍ امریکا هڅه کوي، چې کاناډا تر خپل واک لاندې کړي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې دا هڅه باید ناکامه شي.
د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې د لېبرال ګوند د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته کارني ویلي: “امریکایان زمونږ سرچینې، زمونږ اوبه، زمونږ ځمکه او زمونږ هېواد غواړي … ټرمپ زمونږ پر کارګرانو، زمونږ پر کورنیو او زمونږ سوداګرۍ برید کوي. مونږ نشو کولی، چې د بریالیتوب اجازه وکړو.”
کارني، چې پخوا یې د کاناډا بانک او د انګلستان بانک مالي سرچینې مشري کوله؛ په اسانۍ سره خپل اصلي سیال د ټروډو مرستیال کریسټیا فریلینډ ته ماتې ورکړه. فريلینډ په ۲۰۱۵ کال کې د ټروډو د لومړي وزیر کېدو راپدېخوا د کاناډا په کابینه کې څو لوړ پوړي مقامونه لري.
د لېبرال مشرتابه سیالۍ ته د ننوتلو راپدېخوا، کارني ادعا کړې، چې هغه د ټرمپ له بریدونو څخه د کاناډا د دفاع لپاره غوره نوماند دی.
ولسمشر ټرمپ په وار وار کاناډا له امریکا سره د یوځای کېدو په اړه خبرې کړې دي. سربېره پردې، ټرمپ په دې وروستیو کې امریکا ته پر صادر شویو ځینو کاناډایي توکو باندې ۲۵٪ درندې تعرفې ولګولې.
ټروډو د خپل ځایناستې د اعلانولو مخکې په اوټاوا کې د لېبرال ملاتړو ته په یوه الوداعي وینا کې وویل: “کاناډایان زمونږ د ګاونډي لخوا له وجودي ننګونې سره مخ دي.”
د دې راپور د خپرېدو پورې امریکایي چارواکو د کارني او ټروډو د څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.
کارني استدلال کړی، چې هغه د ټرمپ د سوداګرۍ پالیسیو لپاره یو مناسب بدیل دی. هغه رای ورکوونکو ته یادونه وکړه، چې هغه د کاناډا بانک د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو مالي بحران له لارې رهبري کړ او بیا یې د انګلستان بانک بحران اداره کړ، چې په ۲۰۱۶ کال کې د بریګزیت وروسته رامنځته شو.
ټروډو د جنورۍ پر شپږمه اعلان وکړ، چې هغه به د کاناډا د لومړي وزیر په توګه استعفا ورکړي او د کاناډا خلکو ته یې ومنله، چې هغه په راتلونکو ټاکنو کې “غوره انتخاب نشي کیدی”.
د ټروډو په مشرتابه مخ پر زیاتېدونکي مخالفت او د کاناډا د مالیې وزیر ناڅاپي استعفا، د ټروډو پر مشرۍ حکومت کې سیاسي بحران رامنځته کړی دی.
ټروډو، چې اوس ۵۳ کلن دی؛ یوه لسیزه مخکې د کاناډا لومړی وزیر وټاکل شو او له دوه پرلهپسې بریاوو سره د کاناډا په تاریخ کې د تر ټولو د اوږدې مودې د لومړي وزیرانو په توګه وټاکل شو.
په تېرو دوه کلونو کې د ټروډو شهرت مخ پر کمیدو شو؛ په ځانګړې توګه د انفلاسیون او د کورونو د کمښت په اړه یې د خلکو غصه راوپاروله.
نظرپوښتنې ښيي؛ د کاناډا لیبرال ګوند پرته له دې، چې څوک یې مشري کوي؛ په راتلونکو ټاکنو کې به له سیال محافظه کار ګوند څخه وروسته پاتې وي.